د ټرمپ ادعا: ایران د هوکړې غوښتونکی دی
Sep 18, 2026 06:27 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ادعا کړې چې ایران له واشنګټن سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو د نوموړي په وینا، تهران لا د یوې «ښې هوکړې» لپاره چمتو نه دی.
ټرمپ ویلي: «یا به یوه ښه هوکړه لاسلیک کړو، یا به هېڅ هوکړه ونه کړو.»
دا لومړي ځل نه دی، چې ټرمپ ورته دروغجنې ادعاوې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله پرته له دې چې ایران کوم مذاکرات ولري، ورته څرګندونې کړي.
ټیګونه