حسن پیکر: امریکا تر القاعدې ډېر ترهګریز اقدامات کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178360-حسن_پیکر_امریکا_تر_القاعدې_ډېر_ترهګریز_اقدامات_کړي_دي
امریکايي سیاسي شنونکي او د انلاین خپرونو چلوونکي حسن پیکر ویلي، د ده په باور امریکا د القاعدې په پرتله په نړۍ کې ډېر ترهګریز اقدامات ترسره کړي دي.
(last modified 2026-09-19T09:04:24+00:00 )
Sep 19, 2026 13:32 Asia/Kabul
  • حسن پیکر: امریکا تر القاعدې ډېر ترهګریز اقدامات کړي دي

امریکايي سیاسي شنونکي او د انلاین خپرونو چلوونکي حسن پیکر ویلي، د ده په باور امریکا د القاعدې په پرتله په نړۍ کې ډېر ترهګریز اقدامات ترسره کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې له «اکسیوس» سره په خبرو کې کړې دي.

پیکر ویلي، که د ترسره شویو اقداماتو او د هغوی د قربانیانو شمېر ته وکتل شي، امریکا د القاعدې په پرتله د ده په تعبیر «ډېر ترهګریز» اقدامات کړي دي.

هغه ویلي، امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې پراخې ویجاړۍ او مرګ‌ژوبله رامنځته کړې ده.

نوموړي د ایران په میناب کې پر یوه ښوونځي برید ته هم اشاره کړې او د نجونو د زده‌کوونکو وژل یې د ترهګرۍ د یوه څرګند مثال په توګه یاد کړي دي.