ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۵-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i17866-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۳_۵_۹۵
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د مشر حجت‌الاسلام و المسلمین محمد محمدی گلپایگانی له قوله ولیکل،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2016 08:57 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۵-۹۵

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د مشر حجت‌الاسلام و المسلمین محمد محمدی گلپایگانی له قوله ولیکل،

په نننۍټولنه کښې د پردې او حجاب خیال ساتل اوله ایرانه نورو اسلامی هېوادونو ته د حجاب او پردې دپېغام منتقلېدنه د امام خمېنی (رح) د الهی اسلامی انقلاب او د دې هېواد د مسلمانوخلقو د کوشش او هڅو نتیجه ده.

---------

ورخپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف چې قزاقستان ته په سفر لاړ دے په حوالې سره ولیکل، د کېسپیئن سمندر د حقوقی رژیم د ټاکلو په سر اختلافات خپل ډېر لږ حد ته رسېدلی دی او د خبرو اترو په دې دوره کښې بشپړه موافقې ته رسېدو ته خوشبین یوو او پکار دی په دې اړه لا زیاتې خبرې اترې وشی.

---------

ورځپاڼې ولیکل،د امریکې دوه اویا مشهورو شخصیتونو د ایران د اېټمی موافقې د لاسلیکولو د وړومبۍ کلیزې یعنې د جوالائۍ د څوارلسمې نېټې په درشل کښې د امریکې ولسمشر باراک اوباما ته د یو لیک په لېږلو سره له ایران سره د مضبوطو تعلقاتو د ټینګولو غوښتنه وکړه.

--------

ورځپاڼې ولیکل د امریکې د ولسمشر مرستیال جوبایډن په دغه هېواد کښې د تورپوستکو په خلاف د امریکې د پولیسومامورانو وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل، په ټوله امریکه کښې یوه منظمه نژاد پرستی موجوده ده.

----------

اطلاعات ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوې بیانیې له قوله ولیکل، د امریکې فوځی اقداماتو ته به ځواب ووایو.

-------

روځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل، د عراق بدر او حزب ا... تنظیمونود امریکې په ملګرتیا له داعش ترهه ګرو له قبضې څخه د موصل د ازادولو وړاندیز رد کړو او اعلان یې وکړ چې له داعش له ترهه ګرو سره د مقابلې او د عراقی سیمو د ازادولو لپاره د عراق فوځی او ولسی ځواکونه کافی توانمنی لری.

--------

ورځپاڼې د ترکیې د وزیراعظم «بینالی ییلدریم» له قوله ولیکل له سوریې سره بیا تعلقات شروع کول غواړوو.

---------

ورځپاڼې دعراقی سرچینو له قوله ولیکل په بغداد کښې د ترهه ګرۍ په یوه بله چاودنه کښې تقریباً پنځوس تنه مړۀ او ژوبل شول.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د سعودی د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند «عبدالله متهیب» له قوله ولیکل، د دغه هېواد کابینې اسرائیلو ته د هوائی تګ راتګ له شروع کولو سره موافقه وکړه.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د بشری حقوقو شپږویشت نړیوالوادارو د بحرین آل خلیفه رژیم د بیان د ازادۍ د حق خیال ساتلو ته راوبلۀ.

-----

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د اسلامی ایران د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر جواد ظریف له قوله ولیکل، په پېرس کښې د منافقینو په غونډه کښې د سعودی د امنیتی چارواکی ترکی الفېصل ګډون د دغه ډول کسانو د نااهلۍ ښودنه کوی چې د صدام په شان خپل راتلونکے له ترهه ګرو سره ګنډی.

---------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکتر لاریجانی له قوله ولیکل، د عراق ټولو ګوندونو او ډلو ته پکار دی چې له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره سره یوشی.

----------

د جاپان د مېټسوبېشی الوتکو د شرکت له قوله ولیکل له ایرانی هوائی شرکتونو سره د دغه ډول الوتکو د معاملې لپاره د دغه شرکت خبرې اترې روانې دی.

-------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف له قوله ولیکل، په کشمیر کښې د برهان وانی وژله یوه مهمه مسئله ده.

--------

ورځپانې د دغه هېواد د کرم اېجنسۍ د چارواکو له قوله ولیکل، د دغې سیمې د یو سیاسی مشر حامد طوری د قتل په تور څلور تنه ونیول شول او د لیویز شپږ تنه له خپلو پوسټونو لرې کړې شول.

-----

جنګ ورځپاڼې د امریکائی سرچینو له قوله ولیکل، د امریکې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یو نامزد برنی سېنډرز د بلې نامزدې هېلری کلېنټون د ملاتړ اعلان وکړ.

------

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې ولیکل په کشمیر کښې مظاهره کوونکو له هندی پولیسو څخه اویا وسلې په زور واخېستې.

-------

ورځپاڼې په امریکه کښې د پاکستان د سفیر جلیل عباس جېلانی له قوله ولیکل، پاکستان د ترهه ګرو ملاتړ نه بلکه د ترهه ګرۍ ښکار دے.هغۀ وویل پاکستان هیڅ کله اسامه بن لادن ته پناه نه ده ورکړې بلکه هغۀ پاکستان تباه کول غوښتل.

-----------

ډان ورځپاڼې ولیکل د پاکستان پنجاب صوبې په اوکاړه ښار کښې د پولیسو او القاعدې ترهه ګرو ترېنځ مقابله کښې د القاعدې شپږ ترهه ګرو ووژل شول او د هغوی د پټېدو له ځاے نه به کافی اندازه وسله او د ترهه ګرۍ نور سامانونه هم ونیول شول. په دغو عملیاتو کښې دوه پولیس هم ژوبل شول.

------

د پاکستان د منزوی کولو په اړه وړاندوینې او د دغه هېواد پر وړاندې د افغان ولسمشر توندې څرګندونې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.

سرنوشت ورځپاڼې ولیکل، په دې ورځو کې پخوانی امریکایی چارواکی په پرله پسې توګه پر پاکستان لفظی بریدونه کوی او دغه هېواد د ټرورېزم په ملاتړ تورنوی.

ورځپاڼه زیاتوی، پاکستان اوس د امریکا لپاره هغه اهمیت نه لری چې پخوا یې ورته درلود او له همدې امله پاکستان منزوی کیږی او په سیمه کې د امریکا لوبه بل پړاو ته داخلیږی.

------

ملی ارمان ورځپاڼې هم خپله لیکنه د پاکستان په اړه انتقادونو ته ځانګړی کړې او لیکلی دی، نړۍ باید پوه شی چې پاکستان د ترورېزم ملاتړے دے.

په لیکنه کې د افغانستان لپاره د امریکې د پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دی، امریکا او د امریکا کانګرس اوس دا ډاډ ترلاسه کړی چې د طالبانو او حقانی شبکې ځالې په پاکستان کې دی.

------

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د پاکستان په اړه په کابل کې د امریکا د دفاع د وزیر څرګندونو ته خپله لیکنه ځانګړی کړې او لیکلی دی چې اشټن کارټر له کابله اسلام آباد او طالبانو ته پیغام ورکړ.

د امریکا د دفاع وزیر ترورېزم د پاکستان لویه ستونزه یاده کړه او له پاکستانی چارواکو یې وغوښتل چې د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړی.

-------

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلی چې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې یو نوی خوځښت لیدل کیږی.

په دې تحلیلی مطلب کې راغلی، په افغانستان کې د امریکایی قومندان د صلاحیتونو زیاتولی د دې ښکارندویی کوی چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه چټکه کیږی او دا به له امنیت او ثبات سره مرسته وکړی.

-----------

بېزنس اېن سایډر خپرونې په خپله وروستی ګڼه کې په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو د نوېو صلاحیتونو په اړه د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر تازه څرګندونې نقل کړی دی.

خپرونه لیکی:اشټون کارټر د سې شنبې په ورځ کابل ته د خپل ناڅاپی سفر پر مهال له ولسمشر اشرف غنی سره په ګډ خبری کانفرانس کې وویل چې په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو عمومی قومندان جنرال جان نیکولسن به پر طالبانو د بریدونو لپاره زیات صلاحیتونه ولری.

--------

نیویارک ټایمز لیکلی: شاوخوا دوه میاشتې کیږی چې هبت الله اخونزاده د طالبانومشری پر غاړه اخیستی خو د پخوانی مشر ملا منصور په مقایسه تر اوسه د نوموړی فعالیت او پر طالبانو د ده د نفوذ اندازه او څرنګوالۍ معلومه نه ده.

---------

ورځپاڼه وایی، د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د ملاهبت الله له لومړنیو غونډو ښکاره شوه چې د طالبانو مهمې پریکړې اصلاً د کوټې شورا کوی.