په فرانسه کې د اعتراضونو دوام او د پولیسو تاوتریخوالی
پارس ټوډې – په فرانسه کې د لېسو د زدهکوونکو اعتراضونه لا هم دوام لري. د ښوونکو، کارګرانو او محصلانو بېلابېلو ډلو او ان ځینو سیاسي څېرو هم د دغو اعتراضونو ملاتړ کړی دی.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د لېسو زدهکوونکي د سې شنبې په ورځ د خپلو اعتراضونو په درېیمه اوونۍ کې یو ځل بیا سړکونو ته راووتل.
د فرانسې په لویو ښارونو کې پراخ اعتراضونه د تېرو ورځو په څېر دا ځل هم د پولیسو له تاوتریخوالي او نښتو سره مل وو.
د فرانسې د محصلانو او زدهکوونکو د اتحادیو د ګډ ائتلاف د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴۸۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون کړی و؛ خو د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د لاریونوالو شمېر ۱۶۱ زره او ۵۰۰ تنه و.
د پولیسو په وینا، په پاریس کې هم ۴۱ زره او ۵۰۰ کسان په دوو جلا لاریونونو کې سړکونو ته راووتل.
له اعتراض کوونکو سره د پولیسو تاوتریخجن چلند، چې ډېری یې تر قانوني عمر کم کسان دي، لا هم د نړیوالې اندېښنې او غبرګونونو لامل کېږي.
په همدې حال کې، د فرانسې ورځپاڼې «لو فیګارو» د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې یوازې د فرانسې په جنوب کې نږدې زر کسان نیول شوي دي.
د نیول شویو ډېری کسان تر قانوني عمر کم دي او دا نیول کېدل د هغوی لومړنۍ قضایي دوسیه ګڼل کېږي.
خو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم وویل د سپټمبر له ۱۸مې (د وږي له ۲۷مې) راهیسې د لېسو د زدهکوونکو د اعتراضونو له پیل راهیسې، نږدې ۹۰۰ پولیس او ژاندارم، تر ۲۰۰ ډېر زدهکوونکي او د پوهنې وزارت ۱۴۷ کارکوونکي ټپیان شوي دي.