د البانیا پولیسو  حکومت ضده لاریون کوونکي په سخته وځپل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179998-د_البانیا_پولیسو_حکومت_ضده_لاریون_کوونکي_په_سخته_وځپل
پارس ټوډې – د البانیا په پلازمېنې تیرانا ښار کې  بلوا ضد پولیسو د اوبو شیندونکو ګاډو او اوښکې بهوونکي ګیسو په کارولو سره پر حکومت ضده لاریون کوونکو برید وکړ. په دغو نښتو کې ۱۴ پولیس ټپیان شوي او ۳۵ لاریون کوونکي هم ونیول شول.
(last modified 2026-10-15T07:17:12+00:00 )
Oct 15, 2026 11:28 Asia/Kabul
  •   د البانیا پولیسو  حکومت ضده لاریون کوونکي په سخته وځپل

پارس ټوډې – د البانیا په پلازمېنې تیرانا ښار کې  بلوا ضد پولیسو د اوبو شیندونکو ګاډو او اوښکې بهوونکي ګیسو په کارولو سره پر حکومت ضده لاریون کوونکو برید وکړ. په دغو نښتو کې ۱۴ پولیس ټپیان شوي او ۳۵ لاریون کوونکي هم ونیول شول.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، چې د ایرنا خبري اژانس په حواله خپور شوی، راغلی دي،د چهارشنبې په ماښام په زرګونو لاریون کوونکي د البانیا په پلازمېنې تیرانا کې سره غونډ شول او د پوهنتونونو د وضعیت د ښه کېدو او د البانیا د لومړي وزیر، ادي راما، د استعفا غوښتنه ئې کوله. په همدې مهال، بلوا ضده پولیسو له لاریون کوونکو سره نښتې وکړې.

پولیسو د اوبو شیندونکي  ګاډي او اوښکې بهوونکی ګیسو کارول. لاریون کوونکو هم د ښار په مرکزي برخه کې پر حکومتي دفترونو او دوکانونو بریدونه وکړل، کړکۍ ئې ماتې کړې او څو ودانۍ ئې وسوځولې.

لاریون کوونکو د مالیې پر وزارت برید وکړ او د کټارو په کارولو سره ئې کړکۍ او دروازې ماتې کړې. ځینې لاریون کوونکي د لنډ وخت لپاره د وزارت ودانۍ ته هم ننوتل.

د البانیا د کورنیو چارو وزیر، اروین دمو، وویل چې ددغو  محصلینو اندېښنې درک کوي، خو د ده په وینا، د تاوتریخوالي مسؤل «د بهرنیانو ناوړه لاسونه» دي.

هغه وویل: «هغو کسانو ته چې همدا اوس عامه او شخصي شتمنۍ سوځوي او ویجاړوي، وایم: مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، شاته شئ.

اروپائي ټولنې په تیرانا کې د لاریونونو د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې ټولنې د پولیسو له خوا د زور له حده زیات کارولو په اړه د ادعاوو د سمدستي څېړلو غوښتنه هم کړې او له «ټولو ښکېلو لورو» ئې غوښتي چې تاوتریخوالی او کړکېچ کم کړي.

دا لاریونونه په پیل کې د البانیا په سوېل کې د یوه لوکس ګرځندوئي پروژې د جوړولو پر ضد پیل شوي وو. دغه پروژه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کورنۍ سره تړاو لري. خو اوس، د البانیا د لومړي وزیر ادي راما د استعفا لپاره د پرله‌پسې غوښتنو په سیوري کې، دغه لاریونونه پر حکومت ضده مظاهرو بدل شوي دي.