ورځپاڼوته کتنه ۲۹-۴-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د ټیلفونی تماس په اړه خبرونه ورکړی دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، ډاکټر حسن روحانی له اردوغان سره په ټیلفونی تماس کښې په ترکیې کښې وروستۍ ناکامه کودتا وغندله او وې ویل مونږ د دغه هېواد د قانونی حکومت او ملت ترڅنګه ولاړ یوو. هغۀ وویل، په سیمه کښې د زورورۍ روشونه څه ځاے نه لری.
--------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف وویل، اېټمی موافقه د ایران د ملت د سولوړۍ سبب ده. هغۀ په عېن حال کښې وویل چې زمونږ دې خبرې ته خاص پام دےچې امریکایان تل پې لوظه او بې قوله وو او دی.
--------
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې مشر آیت الله صادق آملی لاریجانی وویل، د اسلام په نامه د ترهه ګرۍ اصطلاح چې د ځینو لویدیځو حکومتونو لخوا مطرح کیږی له اسلامه د ویرونې د پراختیا او ترویج لپاره یو کوشش دے.
-------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د افغانستان د هلمند ولایت په پوله ایزه سیمه باندې د نېټو په ډرون حملو کښې د څلورو پاکستانیانو په شمول دېرش افغانان ووژل شول.
----------
ورځپاڼې ولیکل په پاکستان کښې په زرګونو شیعه مسلمانانو په دغه هېواد کښې د شیعه ؤ د هدفمنې وژلې په خلاف مظاهرې وکړې.
------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د کشمیر ازادی غوښتونکی مشر سید علی ګېلانی د سیمې له مسلمانو هېوادونو او ملتونووغوښتل چې له هند څخه د ازادۍ لپاره دې د کشمیری مسلمانانو ملاتړ وکړی.
-------------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل صهیونېسټ رژیم د نیواکی فلسطین په سیمه کښې د نامعلومې ډرون الوتکې په وېشتلو کښې ناکام شو.
--------
ورځپاڼې د بحرېن د جمعیت الوفاق له قوله ولیکل، آل خلیفه رژیم په بحرېن کښې د شیعه مسلمانانو د نسل وژنې په لټه کښې دے.
--------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد په حلب کښې په زرګونو ترهه ګر د عراقی فوځی او ولسی ځواکونو په محاصره کښې راغلل.
---------
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له قوله ولیکل، حکومت د اقتصادی رونق او غوړېدنې او د روزګار د رامنځته کونې په لټه کښې دے.
------
ورځپاڼې د ترکیې د سرچینو له فوله ولیکل، په دغه هېواد کښې له ناکامې کودتا وروسته اردوغان خپل شپږ زره مخالفان ونیول او همدارنګ کښې په ترکیې کښې د اعدام د سزا له ستنېدو ملاتړ وکړ.
--------
ورځپاڼې په عصر ایران ورځپاڼه کښې د حسېن جعفری په قلم د یوې لیکنې له قوله ولیکل، ډېرې داسې نښې نښانې موجودې دی چې په ترکیې کښې د کودتا د جعلی والی او مشکوک والی ښودنه کوی.
------
ابرار ورځپاڼې د اسلامی ایران د زمکنی ځواک د قوماندان جنرل احمد رضا له قوله ولیکل، د ایران زمکنی ځواکونه د سیمې په حالاتواو بدلونونو باندې ژوره څارنه لری.
-------
د ایران قدس آنلائن ورځپاڼې د روئیټر خبری اژانس د یو شننې له قوله ولیکل، د کودتا په شپه کودتاچیانو کولې شول د اردوغان الوتکه راوغورزوی خو داسې یې ونکړل.
--------
د تهران چاپ جهوری اسلامی ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندله قوله ولیکل، د امنیت د شورا د 2231 پرېکړلیک په اړه د ملګرو ملتو مشر شپږ میاشتنے رپوټ جانبدارانه او د امریکې تر دباو لاندې وبلۀ.
------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپلو ننیو تازه خبرونو کښې د یرغملوونکو له اسارته د د دغه هېواد د سېند صوبې د لوے محکمې د مشر چیف جسټېس سجاد علی شاه د زوے سید اوېس شاه د ازادۍ د خبر په ورکولو سره د دغه هېواد آئی اېس پی آر د رپوټ له قوله ولیکل، یرغمل نیوونکی چې د القاعدې او طالب ډلې کسان وو غوښتل چې دغه سید اوېس شاه افغانستان ته منتقل کړی.
------
ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداری د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د انسانی حقوقو د خلاف ورزیو په اړه د ملګرو ملتو مشر بان کی مون ته لیک ولېږۀ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د احتجاج کوونکو د سرتاوانونو شمېر اوۀ څلوېښتو ته ورسېد.
-----------
د افغانستان په سرحدی سیمو د پاکستان له خوا یرغل او له فساد سره د مبارزې نوې لارې چارې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.
هېواد دولتی ورځپاڼې ولیکل، پر افغانستان تحمیل شوې جګړه په داسې حال کې دوام لری چې د جګړې د دوام لوری معلوم شوی، خو د جګړې د پای څرک نه لګیږی. افغان ځواکونو تل هغه وسله وال مخالفین ځپلی چې پاکستان روزلی دی، خو د لیکوال په باور، لومړیتوب باید دې ته ورکول شی چې د جګړې د عاملینو پر ضد ګام پورته شی. ورځپاڼې زیاته کړه د حکومت هغه هڅې د ستایلو دی چې په نړیواله کچه یې پاکستان تر فشار لاندې راوستلی، خو دا هڅې باید دوام وکړی تر څو تپل شوې جګړې پای ومومی او له پاکستانه د افغانستان د جګړې تاوان وغوښتل شی.
------
چراغ ورځپاڼې بیا لیکلی د پاکستان سیاسی چارواکو تل هڅه کړې چې خپل او نورو حکومتونو ته ستونزې پیدا نه کړی، خو د سرمقالې لیکوال ویلی، د پاکستان پوځی او استخباراتی چارواکی بیا بیلې تګلارې تعقیبوی.
------
سرنوشت ورځپاڼې بیا خپله لیکنه له فساد سره د مبارزې څرنګوالی او د لویې څارنوالۍ نویو اقدماماتو ته ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼه لیکی دا چې د فساد په تور د ښاروالۍ ۱۱۰ کارکوونکی ممنوع الخروج اعلان شوی، دا څرګندوی چې بیا هم له فساد سره مبارزه له ټیټ پوړو چارواکو څخه پیل شوې ده.، پخوا هم یو شمېر ټیټ پوړی چارواکی د فساد په جرم محکوم شوی او زندان ته استول شوی، خو هغه کړۍ چې میلیونونه پیسې اختلاس یې کړی او لا یې هم کوی، خلاصې تڼۍ ګرځی.
د ورځپاڼې په باور، د فساد پر ضد په دې ډول مبارزه چې د ښاروالۍ له کارکوونکو پیل شی، د خلکو د هرکلی وړ نه ګرځی او لازمه نتیجه هم نه ورکوی.
----------
ویسا ورځپاڼې لیکلی په فساد کې ځینې داسې لویې کړۍ لاس لری چې پخوانی جګړه ماران دی او امریکا او ناټو په لومړی سر کې پانګونه پرې وکړه.
ورځپاڼې که څه هم د دغو کړیو نومونه نه دی اخیستی، خو لیکوال ویلی، تر ډیره فساد په هغو پروژو کې شوی چې د ناټو او بهرنیو ځواکونو له خوا تمویل شوې دی.