ورځپاڼو ته کتنه ۲-۵-۹۲
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په مشهد مقدس ښار کښې د شاعرانو او د اهلبېتو علیهم السلام د مداحانو په غونډه کښې وفرمایل،
پکار دی شاعران داسې شعرونه ووائی او مداحان داسې مداحی او منقبتونه ووائی چې د قران مجید او د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام په حقله د خلقو د معرفت سبب شی.
----------
ورځپاڼې په خپل یو مطلب کښې ولیکل، د هند پولیسواو تش په نامه امنیتی ځواکونو په کشمیر کښې په ډېر وحشیانه سلوک سره په دغه سېمه کښې د وینو ډنډونه اودرول. او له تېرو دوو هفتو راهسې د هند د پولیسو او تش په نامه امنیتی ځواکونو د ځپونکی چلند په وجه په کشمیر کښې تاوتریخوالے خپل جوبن ته رسېدلے دے.ورځپاڼې زیاته کړې ده چې د انسانیت په خلاف دغه تریخ اویرغلی چلند په وروستیو کلونو او د سیمې په تاریخ کښې مخینه نه ده لرلے.
----------
ورځپاڼې همدارنګ د رسنیو له قوله ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت په ټولو ښارونو کښې د جمُعې د نمانځه خطیبانو په خپلو خطبو کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې په مسلمانانو باندې د هندی ځواکونو ظلمونه او تشدد وغندۀ او زر تر زره یې د بندولو غوښتنه وکړه.
----------
ورځپاڼې د یمن د سرچینو له قوله ولیکل، سعودی جنګی الوتکو پرون د جمعې په مبارکه ورځ د تعز ښار د شېخ جمال الدین نومې جومات د جُمعې په نمونځګزارو باندې د بمبارۍ په شمول د دغه هېواد په مختلفوسیمو باندې پینځه اویا حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ګڼ شمېر یمنی خلق ووژل شول او یا ژوبل شول.
---------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د امنیتی سرچینوله قوله ولیکل، د سیستان او بلوچستان صوبې د خاش ښار د امنیتی ځواکونو او د زمانې د امام د ګمنامو سربازانو په یو لړ ګډو عملیاتو کښې په دغه سیمه کښې د ترهه ګرو یو خطرناک ټیم چې غوښتل یې د ترهه ګرۍ عملیات ترسره کړی نابود کړ.
------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د نظام د مصحلت د تشخیص د ټولنې د سټراټیجکو تحقیقاتو د مرکز د مشر ډاکټر علی اکبر ولایتی چې د سنګاپور او ملېشیا له سفره تهران ته راستون شو له قوله ولیکل: د ایران د اسلامی جمهوریت ثبات د سیمې د امنیت لپاره ټاکوونکے دے.
---------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی په حوالې سره ولیکل، د هېواد د پولو په دننه کښې به ورانکارو او ترهه ګرو ته د هیڅ ډول تحرک اجازه ورنکړوو.
----------
ورځپاڼې د اېرنا خبری اژانس په نقل سره ولیکل، د تهران د جمعې د نمانځۀ خطیب آیت ا...سید احمد خاتمی پرون د جمعې د نمانځه په خطبو کښې د دې په بیانولو سهر چې یو بل د مومنانو خوشبین والے او ښه ګمان والے د تقوا یوه نمونه ده وویل، په روایتونو کښې د مومنانو په حرېم باندې له تیری څخه ډډې کولو ته اشاره شوې ده او پکار نه دی په یوه دینی ټولنه تفرقه واچولې شی.
-----------
اطلاعات ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د رېډیو په نقل سره ولیکل، د سعودی د یو پېنشنی جنرل انور عشقی په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوے د اسرائیلی رژیم له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره د النبی سیمې له لارې د اردن د سیند لویدیځې غاړې ته سفر وکړ.
دغې سرچېنې له اسرائیلی چارواکو سره د سعودی د چارواکو د خبرو اترو په اړه د تفصیلاتو له بیانولو ډډه وکړه.
دغه جنرل له دې مخکې هم د صهیونېسټ رژیم د بهرنیوچارو د وزارت له ډائرېکټر دوری ګولډ سره چې د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو یو نزدې کس دے ملاقاتونه لرلی دی.
-------
ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد خلقو د کشمیر له خلقو سره د پېوستون خاطر توره ورځ ونمانځله او په دغه ورځ یې په ټول هېواد کښې مظاهرې وکړې.
-----------
ورځپاڼې همدارنګ ولیکل د هند تر کنټرول د کارګېل شیعه مېشته سیمې خلقو د هندی ځواکونو په لاس د کشمیری مسلمانانو د قتل عام په غندلو سره په کشمیری ولس باندې د تشدد د بندولو غوښتنه وکړه.
----------
اطلاعات ورځپاڼې د عراقی چارواکو له قوله ولیکل، په اوس حال کښې د دغه هېواد له لس فیصده نه کمه خاوره د داعش ترهه ګرو په قبضه کښې ده چې د نورو سیمو په شان یې د ازادولو لپاره مرحله وار عملیات ترسره کیږی.
---------
ورځپاڼې د ترکیې د حکومتی سرچینو له قوله ولیکل، اردوغان په هېواد کښې د دریو میاشتو لپاره هنګامی حالت اعلان وکړ.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو چارو د سلاکار طارق فاطمی له قوله ولیکل، په کشمیر کښې هندی ځواکونو په لاسو د انسانی حقوقو خلاف ورزی روانه ده. هغۀ د مېنځنی ختیځ د هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کښې وویل په کشمیر کښې تر اوسه له پنځوسو نه زیات کشمیریان وژل شوی او سلګونو نور ژوبل شوی دی. هغۀ له اسلامی هېوادونو غوښتنه وکړه چې د کشمیری د مظلومو مسلمانانو لپاره دې غږ اوچت کړی.
-------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د رسنیو په نقل سره ولیکل، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو د سیستان او بلوچستان صوبې په خاش سیمه کښې د ترهه ګرو یو څلوېښت کسیز ټیم ونیوۀ چې په امنیتی او فوځی مراکزو باندې د حملو تابیا یې کړې وه.
-------
ورځپاڼې د جرمنی سرچینو له قوله ولیکل، په میونېخ کښې د ترهه ګرۍ په عملیاتو کښې د وژل شویو شمېر لسو ته ورسېد. په دغو عملیاتو کښې یویشت نور ژوبل شوی دی.
------
فارن پالیسی خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو ښه خبر تر عنوان لاندی ولیکل، افغان حکومت په دې وروستیو کې یو شمېر اصلاحی ګامونه پورته کړی چې د اقتصاد په ډګر کې پر ځان د متکی کیدو د هڅو برخه ده.
کابل دغه راز د ګمرکونو د سیسټم د اصلاح لپاره چې د افغانستان د داخلی عاید ۴۶ په سلو کې جوړې او پراخ فساد په کې موجود دی، هم ګامونه اخېستی دی.
فارن پالیسی زیاتوی: په ۲۰۱۵ میلادی کال کې افغانستان یو عشاریه ۷ میلیارده ډالر داخلی عواید ټول کړی چې نه یوازې په تېرو ۱۵ کلونو کې بې ساری و بلکې له هغې اندازې ۱۵۰ میلیون زیات دی چې نړیوالو وجهی صندوق یې اټکل کړی و.
---------
ډیلی میل لیکی: پرسنګین ولسوالۍ د طالبانو حملو دا ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړې ده. ورځپاڼه د سنګین د چارواکو په حواله لیکی چې طالبانو په روانه اوونۍ کې پر دې ولسوالۍ سخت بریدونه وکړل خو افغان امنیتی ځواکونو پر شا وتبمول.
ډیلی مېل لیکی طالب ډلې ادعا کړې چې د سنګین مرکز یې نیولی خو افغان چارواکو ډیلی مېل ته ویلی چې دا خبره بې اساسه ده او د سنګین لپاره د طالبانو له لوری نومول شوی والی مولوی اغا په وروستیو نښتو کې وژل شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوی سنګین ستراتیژیکه ولسوالۍ ده د اپیومو د تولید له نظره شهرت لری د طالبانو لپاره لویه مالی سرچینه ده او له همدې امله طالبان هڅه کوی چې سنګین ونیسی.
-------