ورځپاڼو ته کتنه ۴-۵-۹۵
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍګڼه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د تېلود وزیر بیژن زنگنه په حوالې سره ولیکل، د ایران او سری لنکا ترمېنځ تیلی روابط د شروع کېدوپه حال کښې دی.
ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د حج او زیاراتو د مشر سعید اوحدی له قوله ولیکل، سعودی حق نه لری چې د ایران د حج ونډه بل یو هېواد ته ورکړی.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران په شمال لویدیځ کښې په یو لړ عملیاتو کښې د دهشتګردو دوه ټیمونه تباه کړې شول او په دغو عملیاتو کښې دوریشت ترهه ګر هلاک کړې شول. د ایران د شمال لویدیځ د سیدالشهداء حضرت حمزه (ع) نومې قرارګاه جانشین سردار مجید ارجمندفر د دغه خبر په بیانولو سره وویل، سعودی او امریکې په ایران کښې د ناامنیو په رامنځته کولو لاس پورې کړې ده.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د جرمنی د رسنیو په نقل ولیکل په دغه هېواد کښې له خونړیو ډزو وروسته د دغه هېواد پولیس د امادګۍ په حال کښې راغلی دی.
-------
ورځپاڼې د فرانسوی سرچینو له قوله ولیکل، د فرانسوی پولیسو په لاسو د یو تورپوستکی په وژلوباندې احتجاجونه پینځمې ورځې ته داخل شول.
------
ورځپاڼې ولیکل،دهند د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان وزیراعظم ته په خطاب کښې وویل، کشمیر به هیڅکله له پاکستان سره یوځاےنه شی.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د نړۍ دمختلفوهېوادونو لخوا د کابل ترهه ګره حمله وغندلې شوه.
---------
ورځپاڼې د یمن د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد انصارا... غورځنګ له قوله ولیکل، منصور هادی به هیڅکله د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسمیت ونه پېژنی.
ورځپاڼې د سورې د سرچینوله قوله ولیکل، د دغه هېواد ولسمشر بشار اسد یو ځل بیا له مخالفینو سره د خبرو اترو لپاره خپله امادګی څرګنده کړه.
------
ورځپاڼې د عراقی سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد په کاظمین کښې د ترهه ګرۍ په حمله کښې اتلس تنه شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.
---------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل د ایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د کابل د ترهه ګرۍ د پېښې په غندلو سره د ترهه ګرو او تندلارو د دسیسې د ناکامولو لپاره د سنی او شیعه مسلمانانو د ګډو کوششونو غوښتنه وکړه.
-------
ورځپاڼې د مصری سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد د جامعه ازهر مشر او د مصر مفتی اعظم شېخ احمد طیب د اسلامی مذهبونو د نزدېکت او د ترهه ګرۍ په خلاف د سنی او شیعه مسلمانانو د ګډو کوششونو غوښتننه وکړه.
-------
ورځپاڼې ولیکل د امریکې کانګرېس په یو رپوټ کښې ولیکل، د ایران په خلاف د طرحو تصویبېدل د برجام خلاف ورزی ګڼل کیږی.
-------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې د جرمنی د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد پولیسو یو افغان هلک په جرمنی کښې په خونړیو ډزوکښې د لاس لرلو په تور ونیوۀ.
--------
ورځپاڼې د محقیقنود نویو تحقیقات له مخې ولیکل، د شرابو استعمال د اوۀ ډوله کېنسر یا سرطان د جوړېدو سبب کیږی.
--------
د تهران چاپ کار و کارګر ورځپاڼې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر لاریجانی له قوله ولیکل، سعودی په ایران کښې د اقتصادی ترقۍ په لاره کښې د خنډونو اچولو کوشش کوی.
-------
ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف پرون غرمه د افریقا لویدیځ ته خپل دوره ای سفر شروع کړ او په اوله مرحمله کښې نائجېریا ته لاړ.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد پیپلز پارټۍ د سېند صوبې د وزیراعلی سید قائم علی شاه د څنګته کولو د فېصلې په کولو سره د سید مراد علی شاه د نوی وزیر اعلی د نوم وړاندیز کړے دے.
--------
ورځپاڼې د چینی رسنیو له قوله ولیکل، په دغه هېواد کښې د بارانونو او سېلابونوله قبله یو سل څوارلس تنه ووژل شول.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د لشکر اسلام ترهه ګرې ډلې مشر منګل باغ په افغانستان کښې په یوې ډرون حمله کښې هلاک شو.
--------
جنګ ورځپاڼې ولیکل، سعودی له اسرائیلو سره وړومبنۍ څرګنده رابطه جوړه کړه. او د دې مقصد لپاره یې یو پخوانے سعودی جنرل د یو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ له اسرائیلی چارواکوسره دخبرو اترو لپاره ولېږۀ.
--------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد په سرګودها ښار کښې یو خطرناک ځان وژونکے ترهه ګر د عملیاتو له ترسره کولو مخکې ونیوې شو.
-------
د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو د حکومت اقدامات او د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د جګړې زیاتیدل، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.
-------
انیس دولتی ورځپاڼې ولیکل، هرڅوک چې د دهمزنګ په حمله کې ښکیل وګڼل شی، د قانون له مخې به مجازات شی.
په لیکنه کې راغلی، افغان ولس له تېرو څو لسیزو راهیسې داسې ناخوالې ګالی او مخالفین هڅه کوی چې ولس وځپی او هم د دوی په منځ کې د نفاق او کرکې تخم وکری.
ورځپاڼې زیاته کړه، افغان ولس دا درک کړې چې ترورېزم مذهب، سرحد او قوم نه پیژنی او له همدې امله د هر روغتون مخې ته ډلې ډلې کسان لیدل کیدل چې د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې ټپیانو ته یې وینه ورکوله.
-------
سرخط ورځپاڼې بیا پوښتنه کړې چې ایا په کابل کې د داعش له خوا وروستۍ خونړۍ حمله په افغانستان کې د داعش ډلې د جګړې د تکتیک بدلون ښیی؟
په مطلب کې راغلی، له کله نه چې داعش په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړی، دا یې پر ملکی افغانانو تر ټولو خونړۍ حمله وه . ورځپاڼه زیاتوی داعش هڅه کوی چې په افغانستان کې خپلې ریښې پیاوړې کړی.
------
ملی ارمان بیا د کندز جګړې په اړه لیکلی دی چې د کندز جګړه برخلیک ټاکونکې ده.
او لیکی په کندز کې بیا پیل شوې جګړې شپږمې ورځې ته وغځیدې او معلومه نه ده چې دغه جګړې په کوم لوری روانې دی او څنګه به پای ومومی.
لیکوال ویلی، د کندز جګړه په دشت ارچی او قلعه زال ولسوالیو تر ډیره متمرکزه ده او په دغو ولسوالیو کې عام خلک له جګړو ډیر په تنګ شوی دی.
-----------
سرنوشت ورځپاڼې بیا په لومړی مخ کې په غټو ټکو لیکلی چې د قلعه زال خلک د خوراکی توکو او اوبو له کمښت سره مخ دی.
په مطلب کې د کندز د ولایتی شورا د غړو په حواله لیکل شوی، قلعه زال د حکومت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده او حکومت یې د خلاصون لپاره هیڅ ډول عملیات نه دی کړی.
-------