ورځپاڼو ته کتنه ۶-۵-۹۵
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجت الاسلام والمسلمین حسن روحانی د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت د کلیزې د رانزې کېدو په درشل کښې د هغه سپېڅلی امام تعلیمات د خداے د ګران رسول (ص) او هغه حضرت د اهلبېتو علیهم السلام د ژوند تېرولو د طریقې د زده کولو په زمینه کښې د مسلمانانو تفصیلی درلیک وبلۀ.
ولسمشر د سنی او شیعه مسلمانانو وحدت او یووالے د اسلامی انقلاب د سیاسی تفکر یو بنیادی اصل وبله او وې ویل، هغه تفرقې چې په وروستیو کلونوکښې د اسلام په نامه په قتل عامونو او تشدد سره رامنځته شوې دښمن جوړې کړې دی او له اسلامه د ویرولو لپاره د یوې سترې دسیې د اجرا په لړ کښې دی.
------------
ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف ګانا ته په خپل سفر کښې په دغه هېواد کښې د مېشته ایرانیانو په غونډه کښې وویل، له ایرانه د ویرونې د پردې په لرې کېدو سره د صهیونېسټ رژیم او آل سعود رژیم د ملګرتیاو نتیجې په ډاګه شوې دی.
-----------
جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، د نظام دمصلحت د ټولنې مشر آیت ا.. هاشمی رفسنجانی د پاکستان د جامعه المنتظر د علمیه حوزې د امنا پلاوی مشر آیت ا... حافظ ریاض حسېن نجفی او ورسره د پلاوی چې د ډنمارک د کوپن هېګن د مدینه العلم ، د اسلام آباد د مدینه العلم او قم د امام المنتظر علمیه حوزو عالمان او فاضلان پکې شامل وو په کتنه کښې په افغانستان، عراق، سوریې، سعودی، بحرېن، لېبیا، فلسطین، کشمیر او یمن وغېره هېوادونو کښې د مسلمانانو بدو حالاتو ته په اشارې سره وویل، دغه اختلافات او ګډوډۍ د هر مخلص مسلمان زړۀ ارې کوی چې وینی چې ځینېد اسلام په نامه د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ سبب کیږی.
---------
ورځپاڼې له صهیونېسټ رژیم سره د سعودی د تعلقاتو د عادی کولو لپاره نیواکی فلسطین ته د سعودی د لوړ رتبه پلاوی د سفر او له صهیونېسټی چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو په اړه ولیکل، د نړۍ د مختلفومسلمانو شخصیتونو لخوا د آل سعود د دغه اقدام غندنه هم هغه شان دوام لری. او اسلامی نړۍ له اسرائیلی رژیم سره د سعودی د تعلقاتو د بحالولو کوشش له فلسطین او اسلامی نړۍ سره خیانت بولی.
------
ورځپاڼې د لبنان په پارلېمان کښې د حزب ا... د فراکسیون غړی نواف الموسوی وویل، د لبنان راتلونکے ولسمشر به د سعودی د دربار نوکر نه وی.
-------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د امریکې چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نقل سره ولیکل، حزب ا... د سیمې یو لوے فوځی قوت دے.
---------
ورځپاڼې ولیکل، د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی د عراق فوځی او ولسی ځواکونو ته حکم ورکړ چې د داعش ترهه ګرې ډلې له قبضې څخه د موصل د ازادولو عملیات دې تېز کړی.
---------
ورځپاڼې د افغانستان د امنیتی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد په ننګرهار ولایت کښې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په خلاف د افغان ځواکونو په یو لړ سترو عملیاتو کښې د دغې ډلې یو سل دویشت ترهه ګر ووژل شول او شل نور هم ژوندی ونیوې شول. د خبر له مخې په دغو عملیاتو کښې افغان ځواکونو ته څه زیان نه دے رسېدلے.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د یمن انقلابی کمېټیو د فوځی قوماندان عبدا... الزېدی له قوله ولیکل، په یمن باندې د سعودی د تېریو او د بې ګناه خلقو د وژلو په ځواب کښې د یمن د فوځی ځواکونو لخوا د سعودی په نجران سیمه باندې د زلزال نومې بالېسټک توغندی په حمله کښې تقریباً دوه سوه سعودی ځواکونه او د هغوی تالی څټی ووژل شول.
---------
ورځپاڼې د پاکستانی سرچینو له قوله ولیکل،د دغه هېواد شیعه مسلمانانو په کابل کښې د رڼا غورځنګ په مظاهرینوباندې د ځان وژونکو حملو په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او دغه پېښه یې په سختۍسره وغندله.
---------
ورځپاڼې د فرانسوی سرچینوله نقله ولیکل، داعشی یرغمل نیوونکو د دغه هېواد په یوه کلیسا کښې د دغې کلیسا د پادری سر پرې کړو.
----
اطلاعات ورځپاڼې د لبنانی رسنیو په نقل سره ولیکل، د اسلامی مذهبونو د نزدېکت د ټولنې عمومی سېکتر آیت ا... محسن اراکی په دغه هېواد کښې د حزب ا... له مشر سید حسن نصرا... سره کتنه وکړه او د سیمې او اسلامی نړۍ په حالاتو او د اسلامی امت د یووالی په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
-----
ورځپاڼې ولیکل،د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی تجارت حجم ۲۸/۸ میلیارډ ډالرو ته ورسېد.
-------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل، په بغداد کښې د چاودنې له امله یولس تنه مړۀ او ژوبل شول.
-----
ورځپاڼې د بحرینی رسنیو له قوله ولیکل، آل خلیفه له دې اعلانه وروسته چې دچارشنبې په ورځ یعنې نن به د ستر دینی عالم آیت ا...شېخ عیسی قاسم محاکمه شروع کیږی، د دغه هېواد ګڼ شمېر خلقو د دغه ستر دینی عالم له کوره حلقه تاو کړه او پرلت غزونه یې شروع کړه.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کشې ګډوډی او کړکېچ هم هغه شان دوام لری او یو ځل بیا په سیمه کښې کرفیو ولګېده.
---------
ورځپاڼې ولیکل، سید مراد علی شاه د دغه هېواد د سېند صوبې د نوی وزیراعلی په توګه نامزد شو.
------
ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو د بلوچستان صوبې په مچ ښار کښې د سړک په غاړه یو اېښودل شوے بم شنډ کړ.
-------
ورځپاڼې د خارجی رسنیو له قوله ولیکل په یمن کښې د سعودی د یوې جنګی هیلی کاپټر د غورزېدو له امله د سعودی دوه پائیلټان هلاک شول.
ورځپاڼې زیاته کړه چې دغه پائیلټان د شاهی دربار خاص پائیلټان وو.
---------
ه ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد روان عملیات او په کابل کې د وروستۍ خونړۍ پېښې د تحقیقاتو څرنګوالی د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.
ملی ارمان ورځپاڼې ولیکل چې حکومت له داعش ترهه ګرې ډلې څخه د دهمزنګ د شهیدانو انتقام واخېست.
ورځپاڼې زیاته کړه، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ د افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې د داعش تکفیری ډلې یو مهم مرکز له منځه ولاړ، ۱۲۲ کسان یې ووژل شول او ۲۰ نور ونیول شول. داعش ته په ننګرهار کې وروسته له هغې درنه مرګ ژوبله واوښته چې په کابل کې له خونړۍ حملې وروسته ولسمشر ژمنه وکړه چې له داعشه به د بې ګنا کسانو د وینو انتقام اخلی.
------
هېواد دولتی ورځپاڼې هم په ننګرهار کې داعش ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلی دی چې د داعش هغه ځالې له منځه ولاړې چې دوی په کې د پاته کېدو تمه لرله.
په مطلب کې راغلی، یو شمېر رسنیو دا تبلیغات کول چې د داعش د له منځه وړلو لپاره ورکول شوی ضرب الاجل په داسې حال کې په پوره کېدو دی چې دغه ډله ونه ځپل شوه، خو د مطلب لیکوال ویلی، اوس ځانګړو افغان ځواکونو دغه خبرونه نفی کړل او داعش ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
----------
اصلاح ورځپاڼې بیا لیکلی، که د دهمزنګ وروستۍ خونړۍ پېښه په شفافه او عادلانه توګه وڅېړل شی، د خلکو باور به په حکومت پیاوړی شی.
په لیکنه کې راغلی، حکومت دا ځل ډېر جدی دی او هڅه به وکړی چې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې تیاره او ګونګ اړخونه روښانه او هر اړخیزې څېړنې وکړی.
-----
سرخط ورځپاڼې بیا د کابل د وروستۍ خونړۍ پېښې په اړه لیکلی چې ولسونه له سیاستوالو هوښیار دی.
په لیکنه کې راغلی، په وروستۍ خونړۍ پېښې ټول خفه دی، خو یو شمېر رسنیو بیا د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلې او د ولس او د قربانیانو هغه خبرې یې سانسورولې چې د حملې د عواملو په اړه یې کولې.
------
امریکایۍ ورځپاڼې یو، ایس، اې ټوډې لیکلی که څه هم افغان حکومت د طالب ډلې پر ضد په جګړه کې پرمختګونه لری، خو په کابل کې د شنبې ورځې خونړی برید چې په نتیجه کې یې تر زیات کسان ووژل شول، داسې اندېښنې ولاړې کړی چې داعش ډله ښایی په افغانستان کې تحرکات پیل کړی دی.
د شنبې ورځې حمله چې د هزاره قوم خلق یې په نښه کړل، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په کابل کې یوه له خونړیو بریدونو ګڼل شوې ده. حمله پر یوه سوله ییزه مظاهره وشوه.
ورځپاڼه د امریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په حواله لیکی، په افغانستان کې د داعش ډلې د غړو شمېر لږ دى، یعنې د ١٠٠٠ او ١٥٠٠ په شا و خوا کې، خو د وسلوالو طالبانو شمېر له ٢٥زرو نیولې تر٣٥زرو پورې رسېږی.
یو، ایس، اې، ټوډې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په حواله زیاتوی، داعش ډله چې تېر کال یې په افغانستان کې د یوه خطر په توګه ظهور وکړ، اوس کمزورې شوې ده. اوس یې په ننګرهار کې هغه پراخ حضور محدود شوى دى.
-----------------------