ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۵-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i19789-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۰_۵_۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې په ټول هېواد کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت په مناسبت د مختلفو مراسمو د جوړېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2016 08:01 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۵-۹۵

د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې په ټول هېواد کښې د خداے د ګران رسول (ص) له پاکو اهلبېتو څخه د حضرت امام جعفر صادق (ع) د شهادت په مناسبت د مختلفو مراسمو د جوړېدو خبر ورکړ.

د هېواد په مختلفو ښارونو کښې په دغو مراسمو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت میلینونو خلقو ګډون وکړه او په مراسمو کښې علماو، پوهانو او شعراو هغه قدرمن امام ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې.

-----------

 اطلاعات ورځپاڼې  د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمېنی (رح) د نمسی حجت الاسلام والمسلمین سیدعلی خمېنی  له قوله ولیکل ، د ارواښاد امام کورنۍ تل د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای ترڅنګه ټینګه ولاړه وه، ده او وی به، هغۀ زیاته کړه له معظم رهبر څخه د ارواښاد د کورنۍ جدا کول د امریکې، صهیونېسټانو او منافقانو په ګټه ده او انشاء ا... د ارواښاد امام له فرزندوانو څخه به څوک د آیت ا... العظمی خامنه ای په خلاف یوه خبره هم وانوری.

-----------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د دفتر له قوله ولیکل، ولسمشر ډاکټر حسن روحانی به د چارشنبې په شپه عوامو ته د مختلفو موضوعاتو په اړه خطاب کوی.

---------

‌ورځپاڼې د ایران د کورنیو چارو د وزیر د قائمقام بهمن مشکینی له قوله ولیکل، په هېواد کښې له لسو زرو نه زیات ولسی او اجتماعی تنظیمونه او انجمنونه په کامله توګه په فعالیتونو بوخت دی او له دې نه علاوه ګڼ شمېر نیم فعاله او نافعاله ډلې هم موجودې دی.

--------

اطلاعات ورځپاڼې د ترکیې د خبری سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد ولسمشر اردوغان په رسمی توګه امریکه  د ترکیې په ناکامه کودتا باندې تورنه کړه.

----------

ورځپاڼې د لبنان د حزب ا... د مشر سید حسن نصرا... له قوله ولیکل، سعودی له اسرائیلو سره خپل پټ تعلقات په ډاګه کړل.

-------

ورځپاڼې د صهیونېسټ رژیم د چارواکو له قوله ولیکل، د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیا هو د فارس خلیچ عربو حکومتونو ته بلنه ورکړه چې له اسرائیلو سره دې خپل تعلقات عادی کړی.

-------

ورځپاڼې د امریکې د اېف بی آئی د مشر جیمز کومی له قوله ولیکل، په عراق او سوریې کښې د داعش ماتې به د لویدیځ د ناامنۍ سبب شی.

---------

ورځپاڼې د روسیې د رسنیو له قوله ولیکل، دغه هېواد په کرېمیا ټاپو وزمه کښې نوے اېس څلور سوه هوائی ضده سېسټم نصب کړ.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د بحرېن د خبری سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد آل خلیفه رژیم د علماؤ د کمېټۍ یو بل مشر دینی عالم ونیوۀ.

--------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل د قم د جُمعې د نمانځۀ د خطیب حجت‌الاسلام والمسلمین علیرضا اعرافی د قم مقدس ښار د جُمعې د نمانځه به خطبه کښې د عربو اتحادیې د وروستی پرېکړ لیک د غندنې ترڅنګه وویل، عربو اتحادیې اسلامی نړۍ شا نه به خنجر ووهله. هغۀ زیاته کړه، دغې اتحادیې په نوموړی پرېکړ لیک کښې  په داسې حال کښې چې صهیونېسټ رژیم یې په رسمیت وپېژندۀ د ایران اسلامی جمهوریت د عراق په چارو کښې په مداخلت تورن کړ. حال دا چې د ایران اسلامی جمهوریت تل د صهیونېسټ رژیم په مقابل کښې د فلسطینی ملت ترڅنګه ولاړ دے.

-------

ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، په داسې حال کښې چې د سوریې فوځی او ولسی ځواکونو د داعش ترهه ګرو تر کنټرول لاندې حلب سیمه په بشپړه محاصره کښې راوستې ده، امریکه، لویدیځ حکومتونه او د هغوی سیمه ایز انډیوالان په سوریې کښې د ترهه ګرو د باقی ساتلو لپاره هلې ځلې شروع کړی دی.

-------

کېهان د یمن د انصارا... غورځنګ د مشر سید عبدالمالک الحوثی له قوله ولیکل، امریکه د یمن د جنګ انجنئیره ده او آل سعود په یمن کښې د امریکې د پروګرامونو چلوونکے دے او هغه ورځ لرې نه ده چې همدغه امریکه به په داسې حال کښې چې له آل سعوده خپل کار واخلی دغه رژیم به په ډېران وغورزوی.

---------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل، جاپان پ ایران کښې د لسو میلیارډو په اندازه پانګونه کوی.

---------

ورځپاڼې ولیکل، په ایران باندې د صدام رژیم د تپل شوی جنګ او د مقدسې دفاع د دوران د یو سل اویشتو موندل شویو شهیدانو د جنازو مراسم په ټول هېواد کښې ترسره شول او په مختلفو سیمو کښې د هغوی پاک سپېڅلی مړی خاورو ته وسپارل شول.

-----

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد هادی چې په دې وروستیو ورځو کښې یې نائیجیریه ته سفر کړے ؤ د دغه هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره په خپله کتنه او خبرو اترو کښې په جدی توګه د دغه هېواد د ستر دینی عالم او د مسلمانانو مشر شېخ ابراهیم زکزاکی د ازادېدو غوښتنه وکړه.

--------

د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د خبری سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې په عامه انتخاباتو کښې راجه فاروق حېدر د دغه کشمیر نوې وزیراعظم منتخب شو.

------

ورځپاڼې ولیکل، د دغه هېواد تحریک انصاف ګونډ د اګسټ له اومې نېټې څخه په ټول پاکستان کښې د مالی فساد په خلاف د تحریک چلولو اعلان وکړ.

--------

دنیا ورځپاڼې ولیکل د دغه هېواد په شېخو پوره ښار کښې د امنیتی ځواکونواو ترهه ګرو ترمېنځ په دزو کښې اوۀ ترهه ګر ووژل شول او درې نور وتښتېدل او له هغوی څخه ګڼ شمېر وسلې چاودېدونکی مواد او د ترهه ګرۍ نور سامانونه کشف اوضبط کړې شول. د امنیتی ځواکونو په قول په دغو عملیاتو سره د ترهه ګرو ډېرې خطرناکې منصوبې ناکامه کړې شوې.

-------

د داعش پر وړاندې روانه مبارزه او دغې ډلې ته اوښتې مرګ ژوبله د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.

سرنوشت ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلی چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د چاڼ شوو سیمو په کورونو کې د داعش وسله والو مړی موندل شوی دی.

په مطلب کې راغلی، له خلکو سره پوښتنه دا وه چې په ننګرهار کې د وژل شوېو داعشیانو جسدونه څه کیږی؟ خو په مطلب کې دې پوښتنې ته د ننګرهار د والی د ویاند ځواب لیکل شوی چې ویلې یې دی، د دغو داعشیانو مړی د خلکو په کورونو کې پاته دی او ډېر ژر به یې ویډیوګانې له رسنیو سره شریکې شی.

----------

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلی چې په افغانستان کې باید د افراطیت او سخت دریځۍ عوامل معلوم او پر وړاندې یې مبارزه وشی.

په مطلب کې راغلی، د القاعده، طالبانو او بیا وروسته داعش ډلې رامنځ ته کېدل د افغانستان په ټولنه کې دینی او سیاسی ریښې لری او د له منځه وړلو لپاره یې باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شی او حکومت یې هم باید له منځه وړلو ته هوښیارانه اقدامات وکړی.

----------

اصلاح ورځپاڼې بیا لیکلی چې د داعش او نورو وسله والو مخالفو ډلو پر ضد باید عملیات دوام پیدا کړی.

په لیکنه کې راغلی، پر داعشیانو فضا تنګه شوې او په وروستیو عملیاتو کې یې د سعد امارتی په ګډون یو شمېر مهم قومندانان او پوځی مسئولین وژل شوی دی.

لیکوال ویلی، د داعش پر وړاندې مبارزه کې د افغان امنیتی ځواکونو د تیرې اوونۍ لاسته راوړنې بې سارې دی.

د ورځپاڼې په باور، داعش ته وروسته له هغې درنه مرګ ژوبله واوښته چې ولسمشر په ختیځو ولایتونو کې میشتو افغان ځواکونو ته د دغې ډلې پر وړاندې د جدی مبارزې سپارښتنه وکړه.

-----------