ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۵-۹۵
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د نړیوالو رسنیو د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د تېر ګل د ورځې وېناوې په پراخه توګه منعکسې کړې.
د ورځپاڼې په قول معظم رهبر په خپلو بیاناتو کښې امریکه د ایران او پینځه جمع یو ډلې په اېټمی موافقه کښې په خپلو ژمنو باندې په نه پابندۍ تورنه کړه او تاکید یې وکړ چې دا چاره له امریکایانو سره د خبرو اترو د بېهودګۍ ښودنه کوی.
---------
ورځپاڼې د ملګرو ملتو د ډېپلومېټکو سرچینو له قوله ولیکل، ملګرو ملتو په خپل رپوټ کښې وائی: سعودی عربستان د یمن په خلاف د جنګ په یو کال کښې پینځه سوه لس ماشومان وژلی او شپږ سوه اوۀ دېرش نور یې ژوبل کړی دی.
ملګرو ملتو په خپل رپوټ کښې همدارنګ وویل چې سعودی د دغې نړیوالې ادارې له تور لېسټ څخه په دائمی توګه د نوم اېستلو لپاره کافی مدارک نه دی وړاندې کړی.
----------
ورځپاڼې د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس د ځواکونو د قوماندان جنرل سلیمانی له قوله ولیکل، د مقاومت د ځواکونو کامیابۍ یوازې د پاکو حرمنو په دفاع پورې محدوده نه دی بلکه په ټولو محاذونو کښې یې کامیابۍ تر لاسه کړی دی.
د ورځپاڼې په قول جنرل سلېمانی د افغانستان د فاطمیونو د لښکر د قوماندان شهید علیرضا توسلی چې په ابوحامد جهادی نوم مشهور ؤ د کورنۍ په کتنه کښې وویل، چې کله به مې شهید توسلی لیدۀ نو نو د وجود دننه به مې د جهاد شوق او ولوله څو چنده کېده. هغۀ وویل نن د ایران په اسلامی جمهوریت کښې افغان وروڼو ته د ډېر احترام په سترګه کتل کیږی او د هغوی د شهیدانو مزارونه په ایران کښې د امامزادګانو د مزارونو په شان ښکلی جوړ شوی دی او خلق ورته یوه خاصه پاملرنه کوی.
------
اطلاعات ورځپاڼې د هندی سرچینو له قوله ولیکل، دغه هېواد د دې په اعلانولو سره چې پاکستان د خپلو اېټمی وسلو ساتنه نه شی کولې او په داسې حالاتو کښې پکار نه دی چین د دغه هېواد لپاره اېټمی ری اېکټر جوړ کړی د چین له دغې ملګرتیا څخه خپله نارضایتی څرګنده کړه.
--------------
ورځپاڼې د یمنی رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد په زرګونو خلقو د یمن د انصارا... غورځنګ او د دغه هېواد د ملی کانګرېس له موافقې څخه په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې.
---------
اطلاعات ورځپاڼې د افغانستان د هلمند ولایت د والی د ویاند عمر ځواک له قوله ولیکل، په دغه ولایت کښې د طالب ډلې په سنګرونو باندې د افغان ځواکونو په حملو کښې د دغې ډلې بلل شوے والی او فوځی سرغنه ملا عبدالرحیم په هلاکت ورسېد.
------
ورځپاڼې ولیکل، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیری په یو سوال رابرسېره کوونکی اقدام کښې له روسیې وغوښتل چې په سوریې کښې دې د ترهه ګرو په خلاف حملې بندې کړی او د سوریې ځواکونه دې هم له حملو منعې کړی.
--------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی له قوله ولیکل، برجام د هېواد د اقتصادو لپاره یوه ډېره ښه فضا رامنځته کړې ده او زۀ د هېواد راتلونکی ته ډېر هیله من یم.
-------
ورځپاڼې د سوریې د سرچینو له قوله ولیکل، امریکې، فرانسې او ترکیې د سوریې په حلب سیمه کښې د محاصره شویو ترهه ګرو د نجات او ژغورنې لپاره د عمل مېدان ته راودانګل.
---------
جمهوری اسلامی ورځپاڼې د برطانوی اکانومېسټ نشریې په نقل سره ولیکل، لویدیځ په یمن کښې د سعودی په جنایتونو کښې برابر شریک دے.
--------
ورځپاڼې ولیکل، د ایران او جرمنی ترمېنځ د پټروکېمیکل په څانګه کښې وړومبنے تړون لاسلیک شو.
---------
ورځپاڼې د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د مشر له قوله ولیکل، د امام رضا (ع) د څوارلسم نړیوال فېسټیوال د نړۍ په اوه اویا هېوادونو او دوه زره څلور سوه سیمو کښې په یو وخت جوړیږی.
------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې د ویکی لیکس د نویو انکشافاتو له مخې ولیکل، د امریکې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو یوې کاندیدې او د دغه هېواد پخوانۍ خارجه وزیرې مېرمن هېلری کلېنټون د داعش او القاعده ترهه ګرو ډلو لپاره د وسلو لېږلو حکم جاری کړے ؤ.
-------
ورځپاڼې د فرانسې د سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد حکومت په فرانسې کښې د جوماتونو د تړلو په کار شروع کړې ده او تر اوسه یې شل جوماتونه او نمازخانې تړلی دی.
-------
د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼې ولیکل، د سارک کانفرنس غونډه نن په اسلام آباد کښې کیږی. او د ورځپاڼې په قول د هند د کورنیو چارو وزیر به په دغه کانفرنس کښې د پاکستان په خلاف سخت دریځ غوره کړی
------
ورځپاڼې ولیکل، په سعودی کښې ښخ شویو دوه سوه څلورو پاکستانیانو د پاکستان د حکومت لخوا د لېږل شویو خوراکی ډالیو په ستنولو سره وویل، دا په بهر کښې له مصیبت ځپلو پاکستانیانو سره د حکومت لخوا ټوقې دی او حکومت ته پکار دی چې کورونو ته د هغوی د ستنولو اقدام وکړی.
------
دنیا ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف محکمې د دغه هېواد د اېم کیو اېم ګوند د مشر الطاف حسېن په شمول د دغه ګوند د شلو تنو په خلاف له تشدده د ډکو وېناو د کولو په تور د هغوی د بلاضمانت نیولو حکم صادر کړ.
------
د ورځپاڼې له قوله د پاکستان په چترال سیمه کښې له افغان پولې سره نزدې د پاکستان د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو ترمېنځ مقابله کښې پینځه ترهه ګر چې له افغانستانه د پاکستان خاورې ته ننوتی وو ووژل شول.
-----------
په تورخم کې د پاکستان له خوا د جوړې شوې دروازې په اړه غبرګونونه او د داعش په اړه په افغانستان کې د امریکایی قومندان وروستۍ څرګندونې، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې ولیکل، حکومت په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه د پخوانیو ژمنو او هوکړو خلاف کار بللی او غندنه یې کړې ده. ورځپاڼې زیاته کړه، په دې دروازه باندې داسې پټې معاملې شوی چې دولت یې ولس ته نه شی افشا کولای، ځکه په لومړی سر کې د دروازې پر جوړېدو جګړه وشوه، څو سرحدی ساتونکی ووژل شول، خو څه موده وروسته د سرحدی پولیسو قومندان له دندې لېرې شو او دروازه جوړه شوه.
----------
انیس دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی چې افغان حکومت د تورخم دروازه د ګاونډی توب د اصولو خلاف یو کار بولی.
په لیکنه کې راغلی، پاکستان تر اوسه څو ځله په تورخم کې د دروازې د جوړولو هڅه کړې، خو له مخالفت سره مخ شوی دی، د انیس په سرمقاله کې وړاندې راغلی، له دغه مخالفت سره – سره پاکستان په تورخم کې دروازه بشپړه کړه او په رسمی ډول یې پرانېسته.
لیکوال ویلی، له ځینو سره داسې نظر موجود دی چې د دغسې دروازو له جوړولو څخه هدف دا دی چې د ډیورنډ کرښه رسمیت پیدا کړی، خو د ورځپاڼې په باور، له حقوقی پلوه د ډیورند معاهده باطله ده او هیڅکله هم دغه کرښه رسمی پوله نه شی کیدای.
----------
چراغ ورځپاڼې بیا د داعش د ګواښ په اړه د قاطع ملاتړ ماموریت د قومندان څرګندونو ته خپله لیکنه ځانګړې کړې او لیکلی دی چې داعش د زړو اهدافو لپاره نوې پروژه ده. پخوا پاکستانی طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې تخریبی فعالیتونه کول او اوس همدغه پخوانی پاکستانی طالبان داعش ته اوښتی او په افغانستان کې د تخریبی فعالیتونو او ګډوډیو هڅې کوی. او د داعش دا هڅه هم د اندیښنې وړ ده چې غواړی شمالی ولایتونو په ځانګړې توګه جوزجان ته ځان ورسوی.
--------