سعودی عربستان د وهابیّت د دودیدا لپاره په میلیارډونوډالر لګولی دی
زمونږخبریال دپاکستان د دنیانیوز ټیلیوژنی چینل له قوله راپورراکړ د امریکا د مشرانو جرګې یوه سناتور کریس مرفی په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې ویلی دی په پاکستان کې څلورویشت زره دینی مدرسې شته دی چې په هغو کې په زرګونو مدرسې دسعودی عربستان له خوا له مالی او فکری پلوه تغزیه کیږی .
سناتور کریس مرفی چې څه موده مخکې ئې دامریکا دخارجه وزارت د اړیکو پّ شورا کې په فکری کوټې کې وینا کوله منلې ده ، په پاکستان کې هغه په زرګونودینی مدرسې چې د سعو دی عرب له خوائې بشپړ مالی ملاتړونه کیږی ، په پاکستان کې دیوه بل دنه زغملو لامل کیږی . د دغه امریکائی سناتور په وینا، دغه دینی مدرسې دشیعیّت ضد اولودیځ ضد احساسات دودوی . هغه زیاته کړې ، عربستان له ۱۹۶۰کال راهسې تراوسه پورې دنړۍ په سویه په تیره په پاکستان کې په بیلابیلو دینی مرکزونو اومدرسو کې د وهابیّت دپراختیا لپاره کابو سل میلیارډ ډالر لګولی دی . البته باید وویل شی ، چې وهابیانو ا و تکفیریانو تراوسه پورې دنورو مسلمانانو په تیره بیا دشعیانو په ضد په سلګونو وحشی ډوله ترهه ګرې حملې کړی او په زرګونو بې ګناه مسلمانان ئې وژلی دی .