اربعین د نړۍ د مسلمانانو د وحدت پېغام راوړونکے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32476-اربعین_د_نړۍ_د_مسلمانانو_د_وحدت_پېغام_راوړونکے
د خداے ګران رسول (ص) فرمائی: د عرش په یوه ګوښه لیکل شوی دی: ((حسین (ع) د نجات کیشتۍ او د هدایت څراغ دے.))
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2016 07:10 Asia/Kabul
  • اربعین د نړۍ د مسلمانانو د وحدت پېغام راوړونکے

د خداے ګران رسول (ص) فرمائی: د عرش په یوه ګوښه لیکل شوی دی: ((حسین (ع) د نجات کیشتۍ او د هدایت څراغ دے.))

امام حسین (ع) د انسان د خلقت هم هغه ستر راز دے چې بشریت به یې د راز له څرګندولو نه بغېر سعات او نېکبختۍ ته څه لاره پېدا نه کړې شی. هغه ستر راز چې اوس په یویشتمه پېړۍ کښې، په داسې یو وخت کښې چې نیمې نړۍ د وینې بوی اخېستې دے او نیمه برخه بله یې د بې اخلاقۍ له بدبویو نه په تکلیف کښې ده، په میلینونو عاشق انسانان یې د انسانی صفاتو ترټولو ارزښتناک محور چاپېره د کربلا په نامه په ظاهره وړوکی ښار کښې راغونډ کړی دی. بې شکه چې امام حسېن (ع) د خلقت یو ستر راز دے چې  بشر ته  د بې عقلۍ او حېوانیت په سمندر کښې له غرقېدو نجات ورکوی او دنیا د موعود غوښتنې ته سموی او اربعین یا څلوېښتی د هغو انسانانو په زړونو کښې د دغه ستر راز د څرګندېدو یوه نښته ده چې د تاریخ په دوران کښې د انسان ډوله خلقو د جهالت په قتل ګاه کښې د حسېن (ع) د ذبح کېدو د ستر غم وارثان وو.

د اسلام زیاتره مشران امام حسېن (ع) د مسلمانانو د وحدت او یووالی د رامنځته کېدو ذریعه بولی. له امام حسین (ع) سره مینه او عشق یوازې له شیعه مسلمانانو سره مخصوص نه دے. سنی مسلمانان هم هغه حضرت د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) خوږ نمسے او د هغۀ د بدن ټوټه ګڼی او قاتلان یې ترټولو زیات سخت زړۀ لرونکی او شقی کسان بولی. د معاویه بن ابوسفیان زوے یزید چې په اخلاقی فساد او بې دینۍ مشهور ؤ نه یوازې یې د پېغمبراکرم (ص) له اهلبېتو علیهم السلام سره ډېر  ظلمونه وکړل بلکه ډېر سنیان او د خداے د ګران رسول (ص) صحابه یې په مدینه منوره کښې په ډېره غمناکه توګه ووژل او د مسلمانانو د ناموسونو بې حرمتی یې وکړه. دغه واقعه چې د عاشورې له واقعې نه لږه موده پس په مدینه منوره کښې رامنځته شوه په حره واقعې مشهوره ده. البته د یزید ملعون جنایتونه په دې مختصره لیکنه کښې نه ځائیږی. نو امام حسین (ع) د داسې یو کس په وړاندې اودرېد چې د ظلم او فساد سپېرۀ سیوری یې د سنی او شیعه مسلمانانو ژوند له ظلمت سره مخامخ کړے ؤ او د خداے د ګران رسول (ص) د سنتو نابودۍ ته یې ملا تړلې وه. نو په دې بنیاد د هر مذهب د دینی عالمانو له نظره د امام حسین (ع) مینه او محبت په اصل کښې د اسلامی مذهبونو ګډ ټکے ؤ او دے او له امام عالیقام سره عشق د خداے د ګران رسول (ص) د امت زړونه له یو بل سره نزدې کولې شی.

د قرآن مجید په مبارکو آیتونو کښې لږ غور او فکر دا ښودنه کوی چې د اسلام مبین دین تر کومه حده د مسلمانانو ترمېنځ په وحدت او یووالی باندې تاکید کړے دے. حتی په قران شریف کښې مسلمانانو ته سپارښتنه شوې ده چې  د نورو الهی دینونو له پېروکارو سره متعلق دې خپل مشترکات او ګډ ټکی اصل وګرځوی او د هم هغو ګډو ټکو په بنیاد دې له دښمنۍ او تفرقې ډډه وکړی.

د دیارلسمې هجری پېړۍ د وړومبیو وختونو د شیعه نړۍ ډېر لوے عالم  او مرجع فقیه علامه کاشف الغطاء لیکی: ((بنی الاسلام علی کلمتین: کلمه التوحید و توحید الکلمه» یعنی د اسلام بنیاد په دوو اصولو اېښودے شوے دے، یو اصل د واحد خداے پرستش او بل اصل د اسلامۍ نړۍ اتحاد او یووالے دے.))

خداے پاک د قرآن مجید په سورۀ آل عمران کښې فرمائی: ((د هغو کسانو په شان مه کیږئ چې تیت پرک شول او د روښانه الهی دلیلونو له راتلو وروسته یې اختلاف وکړ. (ځکه چې) د هغوی لپاره به یو ستر عذاب وی.))

د خداے قدرمن پېغمبر (ص) هم فرمائی: ((هیڅ امت له خپلو پېغمبرانو وروسته اختلاف ونکړ مګر هغو کسانو چې باطله ډله په حق پرستو باندې مسلطه شوه.)) د مسلمانانو او حتی د نورو الهی دینونو او حقیقی مومنانو ترمېنځ د وحدت او یووالی یو برکت دا دے چې له دغه وحدت څخه د رامنخته شوی امنیت او ارامښت  په سیوری کښې انسانی استعدادونه غوړیږی او عقل چې د اشرف المخلوقاتو لپاره د خداے پاک لخوا یو لوے نعمت دے روزل کیږی او په ټولو اړخونو کښې د انسان د ودې او ترقۍ لپاره حالات رامنځته کیږی. خو تفرقه او بې اتفاقی په یوداسې اور سره تشبیه شوې ده چې د انسانانو شتۀ درمنونه سوزوی او په آخر کښې په الهی عذاب باندې تمامیږی،ځکه چې تفرقه له انسانی ټولنې او له یو یوکس څخه د کمال فرصت اخلی.

د نړۍ د مسلمانانو د یو نیم میلیارډی ټولنې لپاره د وحدت په بې مثاله نتائجو باندې لږ غور او فکر دا ښودنه کوی چې ولې د اسلام دښمنان تل د دغه ستر امت ترمېنځ د تفرقې د اور د غرغنډه کولو په لټه کښې وو او دی. اوس هم له بل هر وخت نه زیات مستکبرین او د اسلام دښمنان کوشش کوی چې په هرې ممکنې طریقې سره وی مسلمانان له یو بله لرې کړی او د اسلام په نامه او د مسلمانانو په خلاف د ترهه ګرۍ د اور په غرغنډه کولو سره مختلف اسلامی مذهبونه د یو بل په خلاف راپاڅوی. نن ستر اسلامی امت له بل هر وخت نه زیات د تفرقې او بې اتفاقۍ رنځ او درد محسوسوی. عراق، سوریه، یمن، بحرېن، افغانستان او نور ډېر اسلامی هېوادونه په وینو رنګ دی او په لکونو ښځې او ماشومان له خپلو وطنونو او کورونو څخه کډه په سر شوی دی. خو په دې نفسا نفسۍ کښې هغه وخت چې امیدونه په ناامیدۍ بدل شول، د هدایت څراغ یعنې امام حسین (ع) د تیرو اوظلمت پردې وشلولې او د خداے د ګران رسول (ص) د قیمتی ملغلرې چاپېره یوه ستره هنګامه اوچته شوه. یو داسې حېرانوونکی اعجاز نړۍ ګوته په خوله کوی او  اسلامی امت ته یو ستر فرصت ورکوی چې د هدایت لویه لار پېدا کړی. د امام حسېن (ع) څلوېښتی خپل اصل ته د انسان د ستنېدو یو بل موسم دے.

همدا اوس د عراق په زمکه کښې چې اوسېدونکی یې له کلونو کلونو راهسې د ناامنۍ او ترهه ګرۍ له لاسه رنځیږی یو عظیم بهیر جوړېدونکے دے، د اسلامۍ نړۍ یوه ستره غونډه چې بله هره غونډه یې په وړاندې پیکه کیږی د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام له شلو میلینو زیات عاشقان چې ترمېنځ یې رنګ، ژبې ، پوسټ او مقام فاصله نه ده راوستلې. په دغه ستر پیاده تګ کښې چې د امام حسېن (ع) د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت د هغه حضرت د زیارت په نیت سره بڼه نیسی، له شیعه مسلمانانو نه علاوه د سنی مسلمانانو، مسیحیانو او د نورو دینونو د پېروکارو په شمول د نړۍ زیاتره خلق ګډون کوی. په داسې حال کښې چې دښمنان کوشش کوی چې په دروغو، فرېب او مالی او روزنیزو ملاتړونو سره  د داعش په شان ترهه ګرې ډلې مضبوطې کړی او د اسلامی مذهبونو ترمېنځ د اختلافاتو په نامه د تفرقې اور غرغنډه کړی خو له بلې خوا د امام حسېن (ع) زړۀ راکښنه پاک زړونه ځانته راکاږی او ټول اختلافات په یو زړۀ توب بدلوی.

په دې ورځو کښې کربلا ته  تلونکو لارو په ځلونو د حسېن (ع) د میلینونو عاشقانو زخمی پښې ښکلې کړې دی. په دغو لارو کښې قدم په قدم د امام عالیقام د زائراینو د مېلمستیا لپاره عراقی او ایرانی شیعه مسلمانانو موکبونه یا مېلمه تونونه جوړ کړی دی. د دغې سترې اجتماع ترټولو اصلی کوربا د عراق کلی وال خلق دی چې که څه لری او که نه یې لری ځانونه یې د لارو غاړې ته رسولی دی چې د ستر اسلامی تمدن په شروع کولو کښې ونډه ولری. د امام حسېن (ع) د عشق اور د سنی وروڼو زړونه هم بې برخې نه دی پرېښی او هغوی هم د موکبونو او مېلمه تونونو په جوړولو سره د امام عالیمقام د زائرینو خدمتونه کوی. حتی مسیحیانو هم د عیسی بن مریم په نوم موکب جوړ کړے دے او وائی: حسېن (ع) له مونږ سره هم تعلق لری.

 د پاکستان، هندوستان او افغانستان شیعه مسلمانان او د امام عالیمقام مینه وال د اربعین یا څلوېښتې له سمندر سره د یوځاے کېدو لپاره پکار دی له ایران څخه تېر شی. هغوی ایران ته په داخلېدو سره وړومبې د ایران سنی مېشته سیمو ته داخلیږی، هلته کښې د امام حسېن (ع) د زائرینو تود هرکلے د سنی وروڼو په تورو خېمو کښې کیږی او مېلمستیا یې کیږی. د پېغمبراکرم (ص) د امت د ټوټې ټوټې کولو  لپاره د شېطان د لښکرو د ټولو کوششونو باوجود د امام حسېن (ع) لخوا یوه معجزه د رامنځته کېدو په حال کښې ده. د نړۍ د مېډیا او رسنیو د بې شمېرو ډلو په خاموشۍ کښې د حسېن (ع) مینه او محبت د هرقوم، هر دین او هر مسلک د پتمنو زړونه د جذبولو په حال کښې دے او دا د امام عالیمقام د ستر راز یوه برخه ده چې دنیا یې حېرانه کړې ده.

همدا اوس د اربعین په لارو کښې له وحدت نه اوچت یو بل څیز د بڼه نیولو په حال کښې دے او هغه د نړۍ د مسلمانانو او پتیالیو ترمېنځ یوزړۀ توب دے. نو ځکه د اربعین یا څلوېښتۍ په دوران کښې نه یوازې د مومنانو ترمېنځ تعلق، یووالے او مینه د نړۍ خلقو ته څرګندیږی بلکه په نړۍ کښې یو ډول د معنوی وحدت او یووالی بنیاد اېښودل کیږی چې د حسېن (ع) له محوریت نه به بغېر امکان ونلری. کېدې شی هغه زیات تاکید چې اهلبېتو علیهم السلام د امام حسېن (ع) په زیارت او په تېره بیا د اربعین په زیارت کړے دے په همدې سعادت رامنځته کوونکو نتائجو باندې څارونکے ؤ او دے. د هغو کسانو لپاره چې امام حسېن (ع) نه پېژنی دا ډېره عجیبه او نه باور کېدونکې چاره ده چې  د مسیحیت د نړۍ مشران د خداے د وروستی پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بچی د زیارت لپاره له سترګو د  اوښکو په روانې لړۍ سره د ترهه ګرو له لاسه د زخمی عراق په بیابانونو کښې له مسلمانانو سره په یو قدم پیاده روان وی خو هغه څوک چې له امام حسېن (ع) سره لږه هم پېژندګلی لری پوهیږی چې یوازې حسېنی زړۀ راښکنه ده چې کولې شی نننۍ تیت پرکه نړۍ یو ځل بیا د الهی اهدافو لوری ته سمه کړی. په دا ډول دغه ډېره ستره بشری غونډه یو مهم معنوی ظرفیت ګڼل کیږی او انسانی ارزښتونو او الهی هدفونو ته د ستنېدو په خاطر د نړیوالو معنوی وحدت لپاره یو فرصت کېدې شی.

------