داربعین دمراسمو مدیریت د عراق دحکومت دقدرت نښه ده .
-
ترهګر کوشش کوي چې داربعیني زیارتوالوته تاوان ورسوي خو دعراق حکومتي عسکرو دهغوې دغه کوششونه ناکامه کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی داسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری دعراق له لومړی وزیر حیدرالعبادی سره په ټیلی فونی خبرو کښې وویل د موصل د جنګ هدایتول او له ده سره په یووخت د حسینی اربعین دمراسمو مدیریت کول دعراق دحکومت داقتدار نښه ده .
هغه وویل دترهګرو پرضد دموصل دستر جنګ هدایتول او له ده سره په یووخت دحسینی اربعین دسترو مراسمو یووخت والی چې په ښه ډول د عراق دحکومت لخوا مدیریت شوی دی دعراق دحکومت داقتدار نښه ده .
دایران دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی سره په ټیلی فونی خبرو کښې دعراق د پوځ، خلکو او دمبارزانو د روښانه بریالیتوبونو په مبارکۍ سره چې دترهګرو پرضد د ملت او حکومت په ملاتړ سره لاس ته راغلی دی وویل هیله من یم دعراق دحکومت په تدبیر او دخلکو او دپوځیانو په زړورتیا سره دداعش ترهګرو او تکفیری ډلو له لاس څخه د موصل دستراتژیک ښار په کامل ډول دپاکیدا کتونکی ووسو .
دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې له تکفیری ډلو سره د حکومت ، پوځ او دخلکو جنګ ته په اشارې سره وویل پوځیان، پولیس، ولسی ځواکونه او کرد پیشمرګه ځواکونه دترهګرو پرضد جنګ کښې ګډون لری او تراوسه توانیدلی یوو دننیوا ولایت زیاتې سیمې له داعش ازادې کړو او حکومتی عسکر اوس په موصل ښار کښې شتون لری .
هغه وویل داعش ډله کوشش کوی دموصل سیمې له خلکو دانسانی ډال په توګه استفاده وکړی خو حکومتی عسکر خپل پرمختګ ته دوام ورکوی چې ټول موصل ښار له داعش او تکفیریانو پاک کړی .
دعراق لومړی وزیر وویل موصل په عراق کښې دداعش اخری مرکز دی او دخدای پاک په مرستې سره به دعراق پوځ اوخلک داعش ډلې ته ماتی ورکړی .
هغه وویل دعراق حکومت اوپوځ ډیرې هڅې کړی دی چې دمیلیونونوزیارتوالو چې ددنیا له مختلفو هیوادونو کربلا ته سفر کوی امنیت تامین کړی .
دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی وویل ترهګر کوشش کوی چې داربعینی زیارتوالوته تاوان ورسوی خو دعراق حکومتی عسکرو دهغوې دغه کوششونه ناکامه کړی دی .