دحسینی اربعین مراسم دالهی لورینه ورایښت دی .
-
دایران په تاریخ کښې دغه خبره بې ساري ده چې په یوه (۱)لنډ وخت کښې څه دپاسه دوه میلیونه خلک زیارت ته لاړ وي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د کابینې په ځانګړی غونډې کښې د حسینی اربعین بې ساری پرتمینوالی او ژوندی توب د الهی لورینه ورایښت او د ائمه طاهرین سلام الله علیهم اجمعین په هدایت سره وباله او ویې ویل دغه عظمت ، پرتیمنوالی او جلال د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دوفاداره ملګرو دمظلومیت انعام او له عاشورا د اربعین تر لومړۍ نیټې پورې دبندی کیدا تر وخت پورې په فاصلې کښې د اهل بیت علیه السلام د صبر نتیجه ده .
ایران ولسمشر حسن روحانی د حسینی اربعین دسترو مراسمو ترسره کیدا او پکښې دحضرت امام حسین علیه السلام د میلیونونو مینه والو او عاشقانو بې ساری شتون یوه (۱)ډیره مهمه پیښه وبلله او ددغو مراسمو په ترسره کولو کښې دټولو مرسته کونکو حکومتی چارواکو قدرونه یې وکړه .
دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې دایران په تاریخ کښې دغه خبره بې ساری ده چې په یوه (۱)لنډ وخت کښې څه دپاسه دوه میلیونه خلک زیارت ته لاړ وی .