دافغانستان دحکومت مشرانو دکابل حمله وغندله .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32773-دافغانستان_دحکومت_مشرانو_دکابل_حمله_وغندله_.
زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دکابل په باقرالعلوم جومات کښې په حسینی عزادارو د داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په حملې دسختې خواشینۍ په څرګندولو سره دغه ستر او دنه بخښلووړ جنایت او حمله دافغانستان دخلکو ددښمانانو کار وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2016 03:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه حمله په کلکه وغندله .
    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه حمله په کلکه وغندله .

زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دکابل په باقرالعلوم جومات کښې په حسینی عزادارو د داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په حملې دسختې خواشینۍ په څرګندولو سره دغه ستر او دنه بخښلووړ جنایت او حمله دافغانستان دخلکو ددښمانانو کار وباله .

دافغانستان ولسمشر په مذهبی او سپیڅلیو ځایونو حملې له اسلام او د افغانستان له خلکو سره د دښمنی او د اختلاف د اچولو لپاره هڅه وبلله .

دافغانستان دحکومت اجرایی مشر عبدالله  عبدالله هم ددغه حملې دغندلو په ترڅ کښې وویل په کابل کښې په باقر العلوم جومات حمله چې لسګونو ماشومان ، ښځې او سړی پکښې ووژل شول له اسلام او انسانیت سره ښکاره دښمنی ده .

هغه وویل په دینی سپیڅلتیاو حمله د بربریت او دظلم ښکاره نښه ده .

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دغه حمله په کلکه وغندله .

هغه دغه له انسانیت لیرې او دنا  بخښلو وړ حمله دافغانستان د دښمانانو او د ټولواسلامی او بشری ارزښتونو او اصولو پرخلاف کار بللی دی .