سیلفی(Selfie) د انسان د وزن دکمیدا سبب کیږی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i38971-سیلفی(selfie)_د_انسان_د_وزن_دکمیدا_سبب_کیږی
زمونږ خبریال وایی ټول خلک پوهیږی چې دبدن د وزن د کمولو لپاره څومره زیات زیار ایستل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2017 12:37 Asia/Kabul
  • له ځان څخه دعکسونو اخیستل یعني سیلفي هم دبدن د وزن په کمولو کښې مرسته کولای شي .
    له ځان څخه دعکسونو اخیستل یعني سیلفي هم دبدن د وزن په کمولو کښې مرسته کولای شي .

زمونږ خبریال وایی ټول خلک پوهیږی چې دبدن د وزن د کمولو لپاره څومره زیات زیار ایستل کیږی .

دبدن د وزن د کمولو لپاره خلک د  ډوډۍ خوړل کموی ، ورزش کوی ، فاسټ فوډیعنی برګر، سانډویچ وغیره  نه خوری او نور ډول ډول کارونه ترسره کوی .

خو هغه خبره چې ټولو ته معلومه نه ده داده چې له ځان څخه دعکسونو اخیستل یعنی سیلفی هم دبدن د وزن په کمولو کښې مرسته کولای شی .

هسې خو دانسان دبدن د وزن دکمولو لپاره د ډیرو کارونو ترسره کیدل ضروری دی خو په اسپانیا کښې په یوه(۱) تحقیق کښې هره ورځ له ځان څخه د عکس اخیستل یعنی سیلفی د وزن په کمیدا کښې مرسته کولای شی .

همدغه وجه ده چې هره ورځ له ځان څخه دعکس اخیستل او دهغه دلیدو په وجه دتاسو د وزن د زیاتیدا حوصله زیاتیږی .

په تحقیق کښې ویل شوی دی کله چې تاسو په عکس کښې هره ورځ دځان د وزن کمیدل ګورئ نو دغه چاره د تاسو د وزن په کمیدا کښې مرسته کوی .

د ویلوده چې خلک په اینټرنیټ سایټونو خپل عکسونه ځکه له نورو سره شریک کوی چې ددوې ستاینه او تعریف وشی او داسې ډیر ایپیلیکیشنر(Applications) هم شته چیرې چې خلک دخپل وزن د کمولو انځوریزې قیصې له نورو  خلکو سره شریک کولای شی .

تیر کال د جسټن میک کیبې په نوم یوې میرمنې په اینټرنیټ د خپل وزن د کمولو عکسونه او قیصه له خلکو سره شریکه کړی وه چې له کبله یې دخلکو حوصله هم زیاته شوی وه .

دغه میرمنې  له محنت کولو سره سره هره ورځ دخپلو عکسونو په اخیستلو سره یوسل څلورویشت(۱۲۴) پاونډه وزن کم کړی وو .