د ټرامپ په خلاف نړیوالی مظاهرې
دونالد ټر امپ په امریکا کی د خپل ؤلس مشرۍ په دویمه ورځ، په ټوله نړۍ کی له پراخو مظاهرو سره مخامخ شو.
میلیونونو ښځو، په اسټرالیا کی له سیدنی څخه نیولی، په اروپا کی تر لندن او پاریسه، په امریکا کی تر واشنګټن، نیویارک او لس آنجلسه پوری، په یوه آواز د دغه هیواد د نوی ؤلس مشر په خلاف، چیغې پورته کړې، او شعارونه یی ورکړل.
دغو ښځو، د دونالد ټرامپ د ښځو په خلاف؛ د مهاجرینو په خلاف، توکم پالو او لیبرالی ضدو سیاستونو په هکله اعتراض درلود.
ټرامپ؛ د امریکا د ؤلس مشریزو وروستیو انتخاباتو د جنجالی سیالیو په ترځ کی، په ځلونو داسی اقدامونه او څرګندونې وکړې، چی د ښځو د قهر او غصې سبب شوې. د هغو له جملې څخه داچی؛ ښځینه کاندید یی تحقیر کړه؛ مکزیکی مهاجرین یی جنایتکاران او روانی ناروغان وګنل؛ له مکزیک سره د پوله ایز دیوال د جوړولو غوښتونکئ شو، او باالآخره یی د جنین د سقطولو، ارزان بیه درمانی بیمې، او په امریکا کی د وسلو وړلو د کنټرولولو په شان یو شمیر چاری یی له جدی شک او شبهې سره مخامخې کړې.
دا شان سیاستونه د دی سبب شول، چی په سپینه ماڼۍ کی د ټرامپ په دویمه ورځ د امریکې ښځې، په وروستیو لسیزو کی خپله یوه تر ټولو ستره غونډه ترسره کړی.
همداراز په هغو مظاهرو کی چی د نړۍ په نورو سیمو کی ترسره شوې، اعتراض کونکو، د تیرې پیړۍ په لمړیو کی د کارګری غورځنکونو له شعارونو څخه په سرمشق اخیستو سره، د «نړۍ ښځو متحد شئ» په شان شعارونه ورکړل.
البته د امریکا د نوی ؤلس سره ضدیت، یواځی په امریکایی یا غیر امریکایی ښځو پوری مختص محدود نه ؤ. حتی د ؤلس مشرۍ په چوکۍ باندی د ټر امپ له کښیناستو وړاندی، د امریکې د اوسنی ؤلس مشر په خلاف مظاهرې پیل شوی وې.
پدغو مظاهرو کی د ټولنیز عدالت له ملاتړ کونکو څخه نیولی، د مدنی حقوقو؛ د ښځو حقوقو، او د نورو توکمی او مذهبی لږکیو دحقوقو، او حتی د جنسیتی حقوقو فعالانو شتون درلودلئ دئ.
دغه کسان؛ د دونالد ټرامپ د ؤلس مشرۍ په دوره کی د خپلو مبارزو د لاسته راوړونو، د له منځه تلو په خاطر اندیښمن دي.
ټرامپ په ارادې او غیر ارادې توګه، د امریکې د ؤلس مشرۍ په وروستیو انتخاباتو کی د بریالیتوب د لاسته راوړلو په هکله د ډاډمنیدو لپاره، د دغه هیواد ټولنه په بی مخینې توګه دوه قطبی کړه.
له یوې خوا، محافظه کار، ښی اړخ او توکم پال جریانونه د خپلو هدفونو او د پروټسټانت له مذهب څخه په دفاع کی میدان راغلی دي، او هڅه کوی د بهرنیو د شتون د کمولو له لارې، د امریکا د سیاست او کلتور په ټاکلو کی خپله ونډه زیاته کړی. دا پداسی حال کی ده، چی د قدرت د انحصاری کولو لپاره د محافظه کارانو حملې، په امریکا کی لیبرالی جریانونه ویرولی دي.
دغه جریان غواړی د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې او ژغورنې لپاره دوامدارو مبارزو ته ادامه ورکړی.
پدی منځ و میان کی، په واشنګټن کی د ټرامپ د لوړې د مراسمو د ترسره کیدو په ورځ، په پلورنځیو او بانکونو باندی؛ د تورو جامو اغوستونکو کسانو حملې، په امریکا کی د ټولنیزو کړکیچونو پیچلتیا زیاته کړې ده.
دغه ډله کسان؛ چی ځانونه آنارشیستان او د دولت د ارګان په خلاف معرفی کړی دي؛ د ټرامپ د وعدو د هغې برخې د رښتنی کیدو غوښتونکی دي، چی د انتخاباتی سیالیو په ترځ کی یی، په امریکا کی سیاسی جوړښتونه او د قدرت ارګانونه هدف ګرځولی ؤو.
د مسؤلو ارګانونو له خوا، د دغو غورځنګونو سره په مسوولانه مخامخیدو کی ناتوانې، او همدراز له موجود وضعیت څخه د ناراضی پرګنو غوصه به، په راتلونکی کی د امریکا ټولنه؛ د لا زیاتو نا آرامیو او بی ثباتیو په لور لارښوونه کړی.