ډونالډ ټرمپ داسلام او مسلمانانو دښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i40225-ډونالډ_ټرمپ_داسلام_او_مسلمانانو_دښمن_دی
په کینیډا کې دکریسنټ انټرنیشتل مجلې مسئول چلونکی اوتکړه شناندي ظفر بنګش نن له مونږسره په خصوصي مرکې کې امریکا ته د اوو اسلامی هیوادونو دښاریزو د ورتګ دمنع کولو په باب د ډونالډ ټرمپ وروستۍ فیصله له اسلام سره مقابله او له اسلامی هیوادونو سره دښمني وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2017 15:19 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ داسلام او مسلمانانو دښمن دی

په کینیډا کې دکریسنټ انټرنیشتل مجلې مسئول چلونکی اوتکړه شناندي ظفر بنګش نن له مونږسره په خصوصي مرکې کې امریکا ته د اوو اسلامی هیوادونو دښاریزو د ورتګ دمنع کولو په باب د ډونالډ ټرمپ وروستۍ فیصله له اسلام سره مقابله او له اسلامی هیوادونو سره دښمني وبلله .

  ظفر بنګش   په دغې مرکې کې  وویل ، د  امریکا د و لسمشر دغه ناسنجول شوي  فیصله  داسلام او مسلمانانو په ضد دجنګ اعلان دی .

  هغه د دې خبرې په کولو سره چې  دډونالډ ټرمپ دغه اقدام  دلویدځ پشمول  دډيرو  هیوادونو له  منفي غبرګونو نو سره مخامخ شوې ،زیاته کړه ؛  دامریکا دولسمشر  سیاستونه   انسانیّت ضد  او دنړیوالې سولې  په تاوان   او په ماتې محکوم دي.  هغه همداراز  په یمن  دسعودي عربستان  تیریو او جنایتونو  او د  یمن دمظلوم ولس  عامې وژل ې  ته  په اشارې سره  وویل ،  عربستان  چې دترهه ګرۍ  ملاتړی او  دامریکا دستمبر دیولسمې  نیټې دپيښو اصلي عامل دی ، او تراوسه پورې ئې  دعراق او سورئې په شمول  دځينو هیوادونو  د خلکو په عامو وژلو  کې   مهم رول لوبولی دی ،  ټرامپ   امریکا ته د دغه عربی هیواد دښاریزو  دورتلو لپاره  هیڅ محدودیتونه   نه دي لګولي .

 همداراز دپاکستان داهل سنت یوه لوي دینی عالم او  دکویټه دسفیرجامع جومات  امام  مولوی  عبدالرحمان نورزي هم  له مونږ سره په ټيلیفوني تماس کې  وویل  لودیځ په تیره بیا  امریکا  هیڅکله   دمسلمانانو دوست او  خیر غواړي نه دي  او  هڅه کوي   مسلمانان  داسلام  له سوچه لارې وغړوي  او  پر  دغو  هیوادونو باؤر اواعتماد  جهالت، ګمراهي  او ځان ته دوکه ورکول دي .

 هغه زیاته کؤې  امریکا غواړي ، چې  ټول هیوادونه  د واشنګټن   له تیریګرو اوپراختیا غواړو  سیاستونو پيروي وکړي  او  د ایران داسلامی جمهوری په څير هر هیواد چې  دامریکا پیروي ونه کړي ،  نو ورسره دښمنه کیږي . هغه وویل سعودي عربستان  او  هربل  هیواد  که د ټرمپ له فیصلې ملاتړ وکړي ، نو  دخپل ملت اوداسلامي نړۍ دښمنان دي  او هغه هیوادونه  چې  دټرمپ له فیصلې ملاتړ کوي  پوهیږي چې  د ډونالډ ټرمپ  له ملاتړ پرته   به  ئې حکومت نسکور شي