امریکا په سیمې کې دایران له سرو کرښونشي تیریدلی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي بیګا له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې زیاته کؤې ، تراوسه پورې دایران د ناکامولو او په سیمې کې د مقاومت جبهې ته د ګوزار دورکولو لپاره دامریکا ټوله هلې ځلې ناکامې شوي دي .
بروجردي وویل، امریکا له ایران سره دمخامخیدو توان نه لري ځکه له یوې خوا دایران له توانمنیو خبره ده او له بل پلوه تهران په سیاسی او سټراټيژيکو ډګرونو کې ډير پیاوړی او په لوړه سویه ګامونه پورته کوي .
دایران داسلامی شورا دبهرني سیاست د کمیشن مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران له ترهه ګرۍ هر ډول ملاتړ ردوي ،روښانه کړې ؛ ایران تر اوسه پورې له ترهه ګرۍ په تیره بیا په سیمې کې د داعشي تکفیری ډلې او النصره جبهې سره په مخامخیدا کې ډير مهم رول لوبولی دی .