په ریاض کښې د امریکا او سعودی پوځی مسئولانو سره وکتل
Feb 16, 2017 09:08 Asia/Kabul
د سعودی عربستان د ملی ګارډ وزیر او د امریکا د ځمکنی پوځ قومندان په ریاض کښې کتنه او خبرې اترې وکړې.
د العالم خبری چینل د راپور په اساس، د سعودی عربستان د ملی ګارډ وزیر متعب بن عبدالله بن عبدالعزیز پرون د ریاض په الجنادریه سیمه کښې د امریکا د ځمکنی پوځ له قومندان مایکل ګارټ سره ملاقات وکړ او دواړو لورو د یمن پشمول د بیلا بیلو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کښې چې په یمن باندې د عربستان په حمله کښې له دغه هیواده د امریکا د ملاتړ د دوام ښودنه کوی، د عربستان د ملی ګارډ د وزیر مرستیال عبدالمحسن التویجری، د امریکا د پوځی پراختیا د پروژې مدیر فرانک موث او په ریاض کښې د امریکا سفارت د پوځی او سیاسی څانګې مشر ایلیکس براسو هم شتون درلود.
ټیګونه