داسلام دګران پیغمبر دبعثت نیکمرغه اختر مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i45988-داسلام_دګران_پیغمبر_دبعثت_نیکمرغه_اختر_مو_مبارک_شه
نن د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت په درست ایران کې چټی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2017 09:33 Asia/Kabul
  • داسلام دګران پیغمبر دبعثت  نیکمرغه اختر مو مبارک شه

نن د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت په درست ایران کې چټی ده .

زمونږخبریال راپورراکړ دپیغمبر اکرم بعثت د حضرت محمد مصطفی (ص) پر پاک زړه دخداوندمتعال د پاک کلام په نازولو سره، دبشریّت په ژوند کې دلارښونې پیلونکی او بنیادی بدلون شو ،څو انسان په توحید او کرامت سره دهدایت په لار روان شی .

  حضرت محمد مصطفی (ص)  چې د   مبعث کیدا په وخت څلویښت کلن  ؤ او په مکې مکرمې  کې ئې  ژوند کاوه    په غاز حرا کې دحضر ت جبرائیل په وسیله   په وحی سره  دحق   ورستی  استازی  وټاکل شو څو   نړیوالو ته  سمه او نیغه لاره وروښئ .

 داسلامی اعتقاداتو په اساس نن  یعنی درجب دمیاشتې   اوه ویشتمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)   دمبعث  ورځې سره برابره ده چې په  درستې نړۍ  کې درست  مسلمانان په دې ورځې جشن لمانځی .  په همدې مناسبت  پّه درست ایران کې  هم  په ټولو زیارتونو او  جوماتونو  او امامباړو کې جشنونه  روان دی او  د ویناوالو په وسیله دخپل  ګران پیغمبر  له سیرته ځانونه خبروی .نن د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) د بعثت د نیکمرغه اختر په مناسبت په درست ایران کې چټی ده .

په دې مناسبت  د تهران ریډیو دپښتو خپرونې  درست کارکونکی دنړۍ ټولو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته  د زړه له کومې  مبارکی وائی .