ورځپاڼو ته کتنه ۱۴-۲-۹۶
https://parstoday.ir/ps/news/world-i46692-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۴_۲_۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2017 08:54 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۴-۲-۹۶

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل: د اسلامی  انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تهران په امام خمېنی (رح) نومې امامباړه کښې د فقهې د درس خارج په موقع وفرمایل: مدیریتی منصبونه الهی نعمت دے او پکار دی خیال وساتوو چې کفران نعمت ونکړوو.

معظم رهبر د حضرت امام جعفر صادق (ع) د یو روایت په حوالې سره زیاته کړه چې امام فرمائی: «خوشبخت دے هغه کس چې د خداے نعمت (په کفران نعمت) بدل نه کړی او خوشبخته دی هغه کسان چې د خداے لپاره له یو بل سره مینه لری.»

-----------

ورځپاڼې ولیکل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزیراعظم محمد نواز شریف سره په کتنه کښې وویل: د  د دواړو هیوادونو د اړیکو د اهمیت تقاضا ده چې د پاکستان په سرحدی سیمو کښې د دغه هیواد د ځواکونو په لاپیاوړی شتون سره د پاکستان او ایران ترمینځ سرحدی چارو ته لازیاته پاملرنه وشی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان د دغې ترهګرې پیښې د چټکې څیړنې، د ترهګرو له منګولو د زخمی شوی ایرانی عسکر د ژغورلو او همداشان په راتلونکی کښې د داشان پیښو د تکرار د مخنیوی په لړ کښې د مناسبو لاروچارو د غوره کولو په موخه د ایران او پاکستان د اړوندو ادارو او چارواکو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

--------

ورځپاڼې د یمنی سرچینو له قوله ولیکل: د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د سعودی د وحشیانه تېریو په ځواب کښې په یو لړ عملیاتو کښې درې دېرش سعودی تالی څټی هلاک او یو شمېر نور ژوبل کړل.

-------

اطلاعات ورځپاڼې د پاکستانی سرچینو له قوله ولیکل: د دغه هېواد په شمالی وزیرستان کښې د امریکې په ډرون حمله کښې د القاعدې یو مهم غړے  «عراقی عبدالرحیم» په هلاکت ورسېد.

---------

ورځپاڼې د چینی رسنیو په حوالې سره ولیکل، پېکنګ په شمالی کوریا کښې خپلو ښاریزو ته خبردارے ورکړ چې له دغه هېواده دې بهر شی.

---------

ورځپاڼې د افغانستان د رسنیو له قوله ولیکل: په کابل کښې په یوه ځان وژونکې حمله کښې اته تنه عامه خلق مړۀ او پینځویشت نور ژوبل شول.

د ورځپاڼې په قول په دغه چاودنې کښې چې په کابل کښې د امریکې سفارت ته څیرمه وشوه، د بهرنیو پوځیانو ټانکونه په نښه شول.

عینی شاهدانو وویل چې بریدګر خپل چاودونکی توکی د کابل ښار په نهمه ناحیه کښې له عبدالحق څلور لارې سره نزدې د بهرنیو ځواکونو د ټانکونو مخې ته وچاول.

------------

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل:

د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویاند محمدباقر نوبخت وویل، پاکستان ته پکار دی چې  د خپلو کورنیو پولو امنیت دې ټینګ کړی.

-------------

ورځپاڼې ولیکل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د ایران او پینځه جمع یو ډلې ترمېنځ اېټمی موافقه لیک برجام یو متعادل او د این پی ټی د اصولو په ستنو ولاړ موافقه لیک دے.

-------

د تهران قدس آنلائن ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمی له قوله ولیکل: د تندللاریتوب او ترهه ګرۍ ملاتړ په سعودی کښې د وهابیت لخوا  کیږی. هغه زیاته کړه د سعودی د شاهزاده وېنا د سیمې له حالاتو څخه د غلطې پوهې په وجه وبلله.

---------

ورځپاڼې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی له قوله ولیکل: سپاه په مینځنی ختیځ کښې تر ټولو قوت لرونکی او ټاکونکی ځواک دے. هغه زیاته کړه ایران د دښمنانو لپاره یو سخت حریف ګنل کیږی.

----------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل د ایران د بهرنیو چارو  وزیر محمد جواد ظریف د پاکستان له چارواکو سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان په ګډه پوله کښې د ترهه ګرۍ د مخنیوی لپاره د آپرېشنل کمېټیو د جوړولو فېصله وشوه. د یادونې ده چې په تېرو ورځو کښې  له پاکستان سره په ګډه پوله کښې د پاکستان له خاورې څخه د راوړېدلو ترهه ګرو په لاسو یو شمېر ایرانی پوله ساتونکی ځواکونه ووژل شول.

-----------

ورځپاڼې د پاکستان د پیپلز پارټۍ د یومشر آصف علی زرداری له قوله ولیکل: نواز شریف پکار دی د سېنېټ له انتخباتو نه مخکې له حکومته څنګته شی.

--------

ورځپاڼې  ولیکل: د فلسطینی د کورواکو تشکیلاتو مشر محمود عباس د امریکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه او خبرې اترې کړې دی.

---------

د پېښور مشرق ورځپاڼې ولیکل افغان ولسمشر محمد اشرف غنی پاکستان ته د سفر لپاره د دغه هېواد بلنلیک قبول نکړ.

-----------

ورځپاڼې ولیکل: په پاکستان کښې به ډېر زره متحده مجلس عمل ائتلاف بیا فعال شی.

-----------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل: د کړکېچ نړیوالې ډلې ویلی چې د افغانستان د ملی یووالی حکومت حاکمیت د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۵ فیصده کم شوے دے.

دغه ډله په خپل ریپوټ کې وایی چې د افغان حکومت داخلی ستونزې او ډلبازۍ د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او نورو پرمختګونو په مقابل کې خنډ ګرځېدلې دی.

د کړکېچ نړیواله ډله زیاتوی چې په افغانستان کې د جنګیالیو د کنټرول لپاره لومړی شرط د سولې خبرې اترې او ورپسې د یوې اجماع رامنځته کول دی.

د سرچینې په وینا، درېیم مهم عامل د پاکستان قانع کول دی چې په افغانستان کې خپلې ګټې له سیاسی لارو حفظ کړی.

----------

ورځپاڼې ولیکل: د افغانستان د مشرانو جرګې د امریکې د اېف ۱۶ الوتکو په غبرګون کې وویل: د امریکا د وروستیو سیاستونو په مقابل کې د حکومت چوپتیا د پوښتنې وړ ده.

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو زیاتېدل او د اف ۱۶ جنګی امریکایی الوتکو را لېږدول د جګړې له شدت پرته د روان وضعیت په مهار کې هېڅ راز مرسته نشی کولای

امریکا د افغانستان په اړه ریښتینې نه ده، ځکه د جګړې دوام غواړی او د افغان ځواکونو د تجهیز اراده نه لری

د حکومتی مسوولینو بې کفایتی د دې لامل شوې چې بهرنیان له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړی

-------

وېسا ورځپاڼې د د هلمند د والی حیات ا... حیات له قوله ولیکل: د هلمند په شمالی سیمو کې له وسله والو سره روسان لیدل شوی دی.

هغه وویل: دغه کسان له وسله والو طالبانو سره په مختلفو برخو کې همکاری او زموږ کشفی ادارې یې په اړه څېړنې کوی

هغه زیاته کړه: داسې ریپوټونه هم خپاره شوی چې روسی وګړی په کجکی ولسوالۍ کې هم لیدل شوی او د ډرون کمرو په وسیله یې د کجکی بند تصویرونه اخیستی دی