چین د کشمیر په مسئله کښې دخالت نه کوي
چین وايي بیجنګ د کشمیر په کشالې او د هند او پاکستان په نورو ستونزو کښې د لاسوهنې نیت نه لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د چین د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی چې د کشمیر د کړکیچ هواری د بیجنګ د حکومت یوه ډیره مهمه غوښتنه ده خو دا ستونزه باید د هندوستان او پاکستان چارواکي هواري کړي.
د چین د داخله وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي: بیجنګ هیڅکله د کشمیر په چارو کښې د نیغ په نیغه دخالت نیت نه لري خو د هند او پاکستان د مسائلو هواری به د چین په ګټه وي.
په یاده بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې پاکستان او هند دې خبرواترو ته کښیني او د دې تاریخي کشالې لپاره یوه واحده فیصله وکړي.
د چین د حکومت له نظره د کشمیر په پيچلي او تاریخي کړکیچ کښې دخالت له هند او پاکستان سره د دغه هیواد په اړیکو اغیزه کولی شي.