هندی مسلمانانود اسلامی ضد تبلیغاتو په اعتراض کې مظاهرې وکړې
مظاهرچیانو وویل صیهونیسټ رژیم او د اسلام ځینې دښمنان د هندوستان د خلکو ترمینځ د درز او هندوانو او مسلمانانو ترمینځ په نښتې رامینځته کولوسره دغه ډول اقداماتو ته مخه کړی ده .
د ایرنا له راپور سره سم د هندوستان په سلګونو مسلمانانو په نوی ډیلی کې د دغه هیواد د ځینو رسندویو د اسلامی ضد تبلیغاتو په اعتراض کې مظاهرې وکړې .
دغه راپور زیاتوی چی مظاهرچیانو د هند د این ډی ټی وی ټیلی ویژیونی چینل ، ځینو ګوندونو او ډلو پرضد د شعارونو په ورکولو سره له دغه ډول درز اچونکیو اقداماتو سره د حکومت ، امنیتی او قضایی ادارو د چلند غوښتنه وکړه .
مظاهرچیانو وویل صیهونیسټ رژیم او د اسلام ځینې دښمنان د هندوستان د خلکو ترمینځ د درز او هندوانو او مسلمانانو ترمینځ په نښتې رامینځته کولوسره دغه ډول اقداماتو ته مخه کړی ده .
د هندوستان این ډی ټی وی څو ورځې مخکې د دریو طلاقونو په هکله د یوه لمسونکی فیلم په خپرولو سره مسلمانان په هوسرانۍ او د ښځو د حقوقو په ضایع کولو تورن کړل .
مظاهرچیانو ویلی دی چی د این ډی ټی وی او زی نیوز په شان ځینې ټیلی ویژیونی چینلونه د صیهونیسټانو په مالی ملاتړ سره د اسلام د څیرې د خرابولو په لټه کې دی .
د بشری حقوقو څارونکی اداری ویلی دی په هندوستان کې د مودی دولت قدرت ته له رسیدا راهیسې تراوسه په لسګونو مسلمانان د افراطی هندوانو په حملو کې وژل شوی دی . په هندوستان کې کابو دوه سوه میلیون مسلمانان ژوند کوی .