ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۲-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په تهران کښې په خپل د فقهې په درس خارج کښې ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې ځوانان پکار دی په نېغه لاره کښې له استقامته کار واخلی او وړومبے پکار دی صراط مستقیم وپېژنی او بیا پرې کلک اودریږی.
------
د ایران د اسلامی جمهوریت د سازمان بسیج مستضعفین مشر غلامحسین غیب پرور وویل: اسرائیلی رژیم د اسلام او مسلمانانو اول نمبر دښمن دے او آل یهود هره ورځ په دغه دښمنۍ کښې اضافه کوی.
----------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر وړمبی مرستیال ډاکټر اسحاق جهانګیری د ایران او پینځه جمع یو ډلې ترمېنځ اېټمی معاهدې ته په اشارې سره وویل: د ملت او د عاقلو او توانمنو مسئولانو په اتحاد او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په ملاتړ او لارښونې سره د دنیا یوه ترټولو پیچیده دوسیه په خبرو اترو او مذاکراتو سره حل شوه.
-------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصرا... وویل: په نن په نړۍ کښې د نړیوال قانون په نامه هیڅه وجود نه لری.هغه زیاته کړه مونږ د لیوانو په دنیا کښې ژوند کوو که کمزوری یوو نو خوری مو او که مضبوط او تکړه یوو نو احترام مو کوی. د نړۍ ټول قوتونه د خپلو ګټو په تکل کښې دی او د خلقو د حقوقو فکر نه کوی
--------
ورځپاڼې د لېبیا د سرچینو له قوله ولیکل: د دغه هېواد فوځ یو سټراټیجګ بند بنغازی د القاعدې ترهه ګرې ډلې له قبضې ازاد کړ.
----------
د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل:د ایران د انتخاباتی کمېشن مشر علی اصغر احمدی وویل: 56 میلیون و 410 زره او 234 ایرانیان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کښې د راې ورکولو په شرائطو پوره دی.
-------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل: په دغه هېواد ذ فوځی عدالت په حکم د طالب ډلې څلورو ترهه ګرو ته چې د عامه خلقو په وژله او حکومتی او فوځی مراکزونو او کارکوونکو باندې په حملو کښې یې لاس لرۀ پانسی ورکړې شوه. دغه ترهه ګر قېصر خان، محمد عمر، قاری زبېر او عزیز خان نومیږی.
-------
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې همدارنګ د دغه هېواد په جېکب آباد ښار کښې په ګڼ شمېر ترهه ګرو بم چاودنو کښې لاس لرونکی درې ترهه ګر ونیوې شول. دغو کسانو سره چاودېدونکی مواد هم ونیوې شول.
--------
جنګ ورځپاڼې ولیکل: په پاکستان د جاسوسۍ په تور د هند د نیول شوی کس کلبوشن د سزا په اړه هند نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړه.
---------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل د مصر محکمې د اخوان المسلمین یو مشر محمد بدیع په عمر قېد محکوم کړ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، په پېښور کښې په دوو بمی چاودنو کښې درې امنیتی ځواکونه ژوبل شول.
--------
مشرق د افغان سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد په پروان ولایت کښې په یوه دینی مدرسه کښې د بم د چاودنې له امله د افغانستان د علماو کونسل د مشر په شمول اوه تنه ووژل شول.
-------
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکې په نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ لیکنې کړې دی.
انصار ورځپاڼې د امریکا د جمهوری ریاست ویاند سین سپایسر له قوله لیکلی ډونالد ټرمپ داعش او طالب ډلې د امریکې لپاره یو خطر ګڼی، نو ځکه یې له خپلو پوځی مشرانو او د ملی امنیت له ټیم څخه غوښتی چې داسې ستراتیژۍ چمتو کړی چې په پلی کېدو سره یې دواړې ډلې وځپل شی.
په مطلب کې دا هم راغلی امریکایی پوځی چارواکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته مشوره ورکړې چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ځپلو او د افغان سرتېرو د روزنې لپاره د ناټو په چوکاټ کې نور سرتېری افغانستان ته ولېږی.
ورځپاڼې لیکلی دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږی چې په تېرو پنځلوسو کلونو کې د امریکایانو په ګډون شااو خوا ۱۵۰ زره بهرنی سرتېری په افغانستان کې میشت و، خو په افغانستان کې یې امنیت او ثبات ټینګ نه کړ.
د ویلو ده چې د امریکې پخوانی ولسمشر ویلی وو چې طالب ډله نوره د امریکې دښمنه او خطر نه دے. همدارنګ د داعش ترهه ګرې ډلې په باره کښې هم ویل کیږی چې داعش ډله هم د امریکې پېداوار دے.
--------
دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلی له بریتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه شوې ده.
همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا ناټو اشتباه تکراروی؟
--------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل:
د قبایلو مشرانو د جلال اباد په غونډه کې وویل: پاکستانی واکمنانو د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې زرګونه قبایلی مشران وژلی او دغه قبایلی مشران د امریکا، انګلستان او په سیمه کې د یو شمېر ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د منظمو پلانونو له مخې قتل عام شوی دی.
---------
ورځپاڼې ولیکل: پاکستانی چارواکی وائی: د چمن دروازه یې د ناروغانو پر مخ پرانیستې ده
د ورځپانې له قوله دا لاره له تېرې جمعې ورځې راهیسې تر هغې وروسته وتړل شوه چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو د سپین بولدک په لقمان او نظر کلیو کې نښته وکړه.
ورځپاڼې زیاته کړه: اسوشیېټډ پرېس خبری اژانس د پاکستان د یوه سیمه ییز چارواکی قیصر خان له قوله ویلی چې د چمن پر دروازه به له ناروغانو پرته نورو افغانانو ته د تېرېدو اجازه ور نه کړی. په ورته وخت کې د کندهار د والی ویاند صمیم خپلواک بیا وایی چې دا دروازه لا د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې او هېچا ته پرې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږی.
----------
د وېسا د لیکنې له مخې
د اروپایی ټولنې سفیر وویل: افغان شخړه یوازې سیاسی حل لاره لری
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر مایکل ملیبن له ټولو ډلو وغوښتل چې په دې هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره په ګډه کار وکړی. د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې دفتر د سې شنبې په ورځ د دې ټولنې له ورځې د ځینو مراسمو په لړ کې لمانځنه وکړه.
مایکل ملیبن وایی: “اوس هغه وخت راغلی چې ټول په ګډه د سولې لپاره کار وکړو، دې معضلې ته باید سیاسی حل لاره ولټول شی، له حزب اسلامی سره د سولې هوکړه یو مثبت ګام و، د انجنیر حکمتیار راتګ د حکومت نورو وسله والو مخالفینو ته هم یو واضح پیغام دی چې د سولې له بهیر سره یوځای شی.”
نوموړی د افغانستان د اوسنی وضعیت په تړاو اندېښنه ښیی او زیاتوی چې روان کال به د افغانانو لپاره مغلق او له ستونزو ډک کال وی.
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر وایی چې په دغه هېواد کې د ټاکنو له بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکوی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره یې په تخنیکی او مشوره ورکونې برخه کې همکارۍ پیل کړې دی.
-------
ورځپاڼې ولیکل: اشرف غنی او حامد کرزی د پروان د علماوو شورا د مشر وژل وغندل.
ورځپاڼې زیاته کړه: پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پروان ولایت پر مرکزی دارالعلوم د ترهګریز برید چې د دې ولایت د علماوو شورا د مشر عبدالرحیم شاه حنفی د وژل کېدو او یو شمېر زده کوونکو د ټپی کېدو سبب شو، په سختو ټکو غندلی دی. د کرزی له مطبوعاتی دفتره په همدې تړاو یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې، دا برید له ټولو انسانی او اسلامی اصولو سره په ټکر کې عمل بلل شوی او ویل شوی چې د افغانستان دښمنانو په دې نه بښل کېدونکی عمل سره یو ځل بیا ثابته کړه چې هېڅ راز دینی او انسانی ارزښتونو ته ژمن نه دی او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له هرې لارې ګټه پورته کوی. بل پلو
ولسمشر محمد اشرف غنی هم د پروان ولایت پر مرکزی دارالعلوم شوی ترهګریز برید غندلی دی. د ارګ له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ترهګرو یو ځل بیا د خپلو بادارنو په امر، مولوی عبدالرحیم شاه حنفی او یو شمېر زده کوونکی په داسې حال کې چې په مدرسه کې د دینی علومو پر زده کړو بوخت وو، په نښه کړی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ترهګرې ډلې هېڅ راز دینی او بشری ارزښتونو ته درناوی نه لری او بیا – بیا یې هڅه کړې چې د دینی علماوو، ښځو، ماشومانو او مقدسو ځایونو د په نښه کولو له لارې نور خپلو موخو ته ورسوی. سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غنی د یاد ترهګریز برید له امله د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ د ترهګرو دا جنایتکارانه عمل غندی او د پېښې قربانیانو ته د غمرازۍ مراتب وړاندې کوی.
------------