هندوستان د چین په ننۍ غونډه کښې ګډون نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i47442-هندوستان_د_چین_په_ننۍ_غونډه_کښې_ګډون_نه_کوي
هندوستان اعلان وکړ چې د چین-پاکستان په ګډ اقتصادي کوریډور (CPEC) باندې په اعتراض کښې نیت لري چې په بیجنګ کښې په (یو کمربند-یوه لاره) نومې غونډه کښې ګډون ونه کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2017 08:28 Asia/Kabul
  • هندوستان د چین په ننۍ غونډه کښې ګډون نه کوي

هندوستان اعلان وکړ چې د چین-پاکستان په ګډ اقتصادي کوریډور (CPEC) باندې په اعتراض کښې نیت لري چې په بیجنګ کښې په (یو کمربند-یوه لاره) نومې غونډه کښې ګډون ونه کړي

 

د جیو ټي وي چینل ویب سایټ لیکلي دي چې د هندوستان د خارجه وزارت ویاند ګوپال باګلی په یوه خبرپاڼه کښې وویل: هند په (CPEC) پروژې باندې د اعتراض په نښه فیصله کړې چې په دغه غونډه کښې د ګډون لپاره د خپل هیواد کوم لوړرتبه چارواکی چین ته ونه لیږي.

هند غواړي چې په دغه غونډه کښې په ګډون نه کولو سره چین ته دا پیغام ورکړي چې د کشمیر سیمه خپله ګڼي او په پاکستان پورې اړونده یې نه ګڼي.

د هند د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: په اورآسیا کښې د خپل اقتصادي شتون د پراختیا لپاره د چین طرحه باید د نړۍ د پیژندل شویو بین المللي پروګرامونو، د منلو وړ واکمنۍ، د قانون د حاکمیت، شفافیت او برابرۍ په اساس ووسي.

هغه مدعي شو چې د چین او پاکستان ګډ اقتصادي کوریډور باید د چین د (یو کمربند-یوه لاره) طرحې ترټولو مهمه برخه وګڼله شي چې ټاکل شوې د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیره تیریږي.

د پاکستان او چین اقتصادي کوریډور د پاکستان په سټراټیجک بندر یعنې ګوادر کښې پاې ته رسي.

هند اندیښمن دی چې هسې نه دغه بندر په ممبئی کښې د ده له سمندري ځواک سره په مقابله کښې د چین د سمندري ځواکونو په یوې اډې  بدل شي.