د قدس د نړیوالې ورځې د اعلانولو فلسفه
لکه څرنګه چی د ترکیې په شان ځینو اسلامی هیوادونو دغه نیواکګر رژیم په رسمیت پیژندلی او له دغه رژیم سره څرګندې ډیپلوماټیکې اړیکی هم لری او د عربستان ، قطر او اردن په شان ځینې عربی هیوادونه هم له تیرو وختونو راهیسې له دغه رژیم سره پټې اړیکی لری او اوس دا اړیکی هم څرګندې شوی دی .
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه چی ځانګړې اهمیت لری ، د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح لخوا د قدس د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه چی اسلامی امت هم په درستې نړۍ کې هر کال د حضرت امام خمینی رح له نوښت په پیروۍ او هرکلی سره واټونو ته راووځی او د لاریونونو په ترسره کولو سره د قدس شریف له مظلومو او بی دفاع خلکو خپل ملاتړ او د فلسطین له نیواکګر رژیم او د هغه له ملاتړو خپله کرکه اعلانوی . د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د نومولو فلسفه دا وه چی صیهونیسټی حلقې ، د لویدیځ استعمار او د قدس نیواکګر رژیم هڅه کوله چی د قدس او فلسطین مسله یوازې د څو عربی هیوادونو د مسلې په توګه په ذهنونو کې ورځای کړی او ووایی چی نوره له مسلمانانو سره هیڅ ارتباط نلری او له بده مرغه ځینې عربی هیوادونه البته د دغو هیوادونو رژیمونه هم په دغه کیسه کې د صیبهونیسټ رژیم او لویدیځ استعمار ملګرتیا او د قدس ورځې له ترسره کولو سره مخالفت کاوه او اوس هم خپل مخالفت ته دوام ورکوی . د لویدیځ استعمار اوس هم په لټه کې دې داسې القا کړی چی د فلسطین او قدس له نیواکه کابو اویا کاله تیریږی او باید نوره دا مسله هیرې کړې شی او د قدس نیواکګر رژیم په رسمیت وپیژندل شی ، لکه څرنګه چی د ترکیې په شان ځینو اسلامی هیوادونو دغه نیواکګر رژیم په رسمیت پیژندلی او له دغه رژیم سره څرګندې ډیپلوماټیکې اړیکی هم لری او د عربستان ، قطر او اردن په شان ځینې عربی هیوادونه هم له تیرو وختونو راهیسې له دغه رژیم سره پټې اړیکی لری او اوس دا اړیکی هم څرګندې شوی دی .
په هر حال امام خمینی رح د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې د مسلمانانو د ستر مرجع او رهبر په توګه د غلیمانو د دغه ډول دسیسې په وړاندې خبر وو ، د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او په ایران کې د اسلامی دولت له جوړیدا وروسته په لومړی ګام کې له صیهونیسټ رژیم سره ډیپلوماتیکی اړیکی د منحوس پهلوی رژیم په وخت کې ټینګې وې ، غوڅې او د هغه په ځای په تهران کې د غلسطیبن سفارت پرانستل شو . په دوهم ګام کې د روژې میاشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوه ، حضرت امام خمینی په دغه اقدام سره څو هدفونه تعقیبول چی په دې ډول دی .
۱:د فلسطین مظلومو خلکو ته دا ښودل چی یوازې ندی بلکې درست اسلامی امت ورسره دې او دا د فلسطینی ملت لپاره دیره ستره ډاډګیرنه وه او همدا وجه وه چی د فلسطین خلکو جدی حرکت وکړ او په فلسطینانو کې نوې روح پو کړې شو .
۲:د فلسطین قضییه چی د لویدیدځ او صهونیستی حلقو په هلو ځلو سره یې اسلامی بڼه له لاسه ورکړی وه او په کلی ډول د کینړ پالو ملی پالو او لیبرالانو په لاس کې لویدلی وه ، د امام خمینی ره لخوا د قدس د نړیوالې ورځې په اعلان سره د فلسطین د مسلې اسلامی رنګ او بوی ورستون شو او د همدغې نړیوالې ورځې له اعلانیدا وروسته وو چی د فلسطینیانو لخوا انتفاضه پیل او د حماس ډلې بڼه غوره کړه اود امام خمینی رح په نوښت سره یې دومره وده وکړه چی د فلسطین په انتخاباتو کې د حماس اسلامی ډلې لومړی وزارت ترلاسه کړ ، که څه هم لویدیځ له دې موضوع هرکلې ونکړ او هماغه راز یې د فلسطین په کورواکه تشکیلاتو کې خپلو ګوډاګیانو ته میدان پریبښوده خو د فلسطین خلکو خپل انتخاب چی اسلام وو ، کړې وو او دا د حماس غورځنګ وو چی په دوو جنګونو کې یې صیهونیسټ رژیم په ګونډو کړ ، هغه رژیم چی د ۱۹۶۷ په جنګ کې یې درستو عربی هیوادونو ته ماته ورکړی وه . د یادولو ده چی صیهونیست رژیم د خپل حیات لومړڼۍ ماته په ۲۰۰۵ میلادی کال کې په ۳۳ ورځنی جنګ کې د لبنان له حزب ا... غورځنګ خوړلی وه چی دا چاره د حماس د روحیې او انګیزې سبب شوه او دغو دواړو ډلو یعنی د حزب ا.... شیعه او حماس سنی ډلو له یوه بل ملاتړ وکړ او اوس هم په خپلو کې غږمله او ملګرتیا کوی .
۳:مسلمانان چی د فلسطین او قدس د مسلو په شان په ګډو موضوګانو کې متحد نه وو ، حضرت امام خمینی رح د قدس د نړیوالې ورځې په اعلان سره ر اغونډ کړل او اسلامی امت لپاره یې یو وحدت ډالۍ کړ چی دغې چارې لویدیځې نړۍ ته دا پیغام ورسوه چی په اسانۍ سره د مسلمانانو حقوق نشی چیخنی کولې او هغو ته یې دا هم ورسوله چی مسلمانان د دنیا په هر ځای کې چی وی که هغه بوسنیا ده که فلسطین ، میانمار او یا بل کوم ځای ، یوازې ندی .
۴:د فلسطین له مظلومانو او مستضعفانو په ملاتړ کې د امام خمینی رح لخوا د قدس د نړیوالې ورځې اعلان په درسټې نړۍ کې غیر اسلامی مستضعفانو ته هم د استکبار په وړاندې د دریدا درس ورزده کړ چی څرنګه باید له خپل حق دفاع وکړی .
۵:په اخر کې دا ټکې باید هیر نشی چی د اسلام دښمنان هسې بیکاره ندی ناست بلکې له هماغه لومړیو یې د قدس د نړیوالې ورځې د پروسې د ناکامولو لپاره چی د قدس او فلسطین د ازادولو په لړ کې ده ، دسیسې کړی او هڅه کوی چی مسلمانانو په تیره بیا اهل سنتو ته داسې القا کړی چی ایران د تشیع په پراختیا پسې دې او عربانو ته ووایی چی ایران د پارسانو په امپراتورۍ پسې دې ، چی له بده مرغه ځینې ساده کسان او همداراز هغه کسان چی په ظاهره مسلمانان دی او په حقیقت کې هیڅ له اسلام ندی خبر ، په دغه ډول تبلیغاتو باور هم کوی په داسې حال کې داسې هیڅ نشته دی .
د بوسنیا په جنګ کې یوازې ایران وو چی د بوسنیا د مسلمانانو مرستې ته چی اهل سنت وو ، ودانګل . د ایران ساتندویه ځواک د بوسنیا په خاوره کې بوسنیایی مسلمانانو ته زده کړې ورکړې او هغو لپاره یې وسلې او مهمات ولیږل او د دغه کار لپاره یې حتی کرویشیا هیواد ته کمیشن هم ورکاوه ځکه چی وسلې باید د دغه هیواد له خاورې د بوسنیا مسلمانانو ته رسیدلی وې ، که د تشیع د پراختیا خبره وې نو ایا ایران به په بوسنیا کې دا کار کاوه یا د فلسطین او حماس په مرسته چی هغو سنی دی ، دا کار کوی . د ایران د مرستې بحث له شیعه او سنی وراخوا دې او دایران د ملاتړ فلسفه له مذهبی پولو تیره بلکې انسانی اړخ لری .