د هندوستان خلکو پر مسلمانانو د تشدد خلاف مظاهرې وکړې
د هندوستان خلک د پلازمینې په شمول د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې د مسلمانانو خلاف په وروستیو تاوتریوالو باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل.
پریس ټي وي خبر ورکړی چې د هندوستان په زرهاو کسانو پرون په نوي ډیلي کښې د مظاهرو په کولو سره د دغه هیواد پر مسلمان لږکي د لس هاو بریدونو په وړاندې د حکومت د چپتیا په غندلو سره د قرباني شویو مسلمانانو یاد ونمانځه.
معترضانو همداشان د هند له حکومته وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د مسلمانانو خلاف د شوي تشدد ځواب ورکړي.
په ممبئ ښار کښې هم د بالیووډ د څو لوبغاړو په شمول سل ګونو کسانو د هندوستان د مسلمان اقلیت خلاف تشدد باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د هندوستان په ځینو نورو ښارونو کښې هم ورته مظاهرې شوې دي.
د ویلو ده چې تیره جمعه د نوي ډیلي په اطرافو کښې په یو اورګاډي کښې کابو شلو کسانو پر څلورو مسلمانانو حمله وکړه چې پکښې یو ځلمی ډیر په بې رحمۍ سره ووژل شو او دوه نور مسلمانان سخت ژوبل شول.
د هندوانو لخوا زیاتره تشدد، د غواګانو په سر د شویو نښتو له امله کیږي.