په کشمیر کښې عامه کاربندیز روان دی
Jul 18, 2017 11:10 Asia/Kabul
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د ځپونکو او تیري ګرو سیاستونو په دوام کښې عمومي کاربندیز روان دی.
د نني کاربندیز له امله د هند ترکنټرول لاندې کشمیر په اننت ناګ سیمه کښې ټولو دکانونه، تجارتي مرکزونه او ښوونځي تړلي دي.
د کشمیر حریت کانفرنس ځینو مشرانو د هغو دریو کشمیريانو په وژلې باندې په اعتراض کښې چې هند ادعا کړې د لشکر طیبه ترهګر وو او بیګا د کشمیر په اننت ناګ سیمه کښې په نښته کښې ووژل شول، له خلکو غوښتي وو چې نن عمومي کاربندیز وکړي.
د هندوستان امنیتي او پولیسي ځواکونه هم د هرډول اعتراضي مظاهرو د مخنیوي لپاره تیارسي شوي دي.
ټیګونه