کشمیریانو د هندي پوځیانو د تیریو خلاف مظاهرې وکړې
دغه مظاهرې چې د کشمیر په بډګرام سیمه کښې وشوې، د هند د امنیتي ځواکونو په حملې سره په تاوتریخوالي بدلې شوې.
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې پرون بیا هم د دغې سیمې د خلکو خلاف د هندوستان د امنیتي ځواکونو په ځپونکو تیریو باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې وشوې.
دغه مظاهرې چې د کشمیر په بډګرام سیمه کښې وشوې، د هند د امنیتي ځواکونو په حملې سره په تاوتریخوالي بدلې شوې.
په مظاهره چیانو باندې د هند د امنیتی ځواکونو په ډزو کښې یو کشمیری ځوان وژل شوی او یو بل کس هم زخمي شو چې حالت یې خراب اعلان شوی دی.
د کشمیر په نورو مختلفو سیمو کښې هم د مظاهره چیانو او د هندوستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو کښې لسګونه کسان زخمي شوي دي.
د کشمیر حریت کانفرنس مشرانو خلکو ته بلنه ورکړې وه چې د کشمیر د خلکو خلاف د هندي پوځیانو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې په سرینګر کښې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته مظاهرې وکړي خو د نریندر مودي حکومت په دغه ښار کښې ګرځبندیز ولګوه.