دنړیوال استکبار خطره درست بشریّت ګواښی
داسلامی مذهبونود نزدیوالی نړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.... محسن اراکی چې په برازیل کې د : مسلمانانو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره د مقابلې :نومې سیمنار کې د ګډون لپاره تللی ،دیمن ،فلسطین، سورئې او دنورواسلامی ټاټوبو دمظلومو ماشومانو دحقوقو دچخڼی کیدا په وړاندې د بشری حقوقو داورګانونو په چُپتیا په سختو نیوکو سره روښانه کړې،داسلام دین او نور ټول آسمانی دینونه بشریّت وحدت او یووالی ته بولی ،او د دغه وحدت پوره کیدا په نړۍ کې دسولې او عدالت ټینګیدا ده .
زمونږخبریال راپورراکړ آیت ا... اراکی زیاته کړې ، نن سبا په نړۍ کې له ډیرې خطرناکې ښکارندې سره مخامخ یوو چې درستې انسانی ټولنې د ډیروسترو وسلو په قدرت سره ګواښی او بشریّت ته هیڅ ارزښت نه ورکوی .
هغه دنړۍ په بیلابیلو سیمو کې دامریکا غلیمانه او درز اچونکو سیاستونو ته په اشارې سره ووئیل، امریکا د داعش ترهه ګرې ډلې په تاسیس اعتراف کړی اوپه ښکاره په مینځنی ختیځ کې له ترهه ګرو بهیرونو ملاتړ کوی .
داسلامی مذهبونو دنزدیوالی نړیوالې ټولنې عمومی منشی همداراز له عربستان سره دامریکا دوسلو د تړون موخه دسیمې دمسلمانانو پخپلو کې ښکیلول او دنښتو رامینځةکول وبلل او دنړۍ له ویښو اوپتمنو وجدان لرونکو ئې وغوښتل دنړیوال استبکار دخطرې په وړاندې دې په پیوستون سره متحد او یو واحد دریځ غوره کړی .