کشمیریانو بیاهم د هند خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53228-کشمیریانو_بیاهم_د_هند_خلاف_مظاهرې_وکړې
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو د یو کشمیري مبارز قومندان او د هغه د مرستیال په وژلې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2017 03:23 Asia/Kabul
  • کشمیریانو بیاهم د هند خلاف مظاهرې وکړې

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو د یو کشمیري مبارز قومندان او د هغه د مرستیال په وژلې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د تهران راډیو هندي څانګې خبر ورکړی چې پر کشمیري مظاهره چیانو او معترضانو د هندي پوځیانو په ډزو کښې لږترلږه یو ځوان وژل شوی او لسګونه نور زخمي شوي دي چې پکښې د شپږو کسانو حالت خراب رپورټ شوی دی.

پرون سهار د کشمیر په پُلوامه سیمه کښې د هندي پوځیانو په برید کښې په حفیظ د مشهور ابو دُجانه په نوم یو مخالف وسله وال او د هغه مرستیال ووژل شول.

له یادې نښتې وروسته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر حالات سخت ترینګلي شول او ځايي حکومت د مظاهرو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د بډګام او بانهُل ترمینځ ریل لاره بنده کړه.

د کشمیر خلکو همداشان بازارونه، ښوونځي او پوهنتونونو وتړل.

هندي پوځي ځواکونه د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر په ټولو سیمو کښې دیره شوي دي او په سیمه کښې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات هم محدود کړی شوي دي.