د هندوستان پولیس یوځل بیا له کشمیریانو سره ښکیل شول
Aug 09, 2017 15:18 Asia/Kabul
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو د نښتې له پيلیدو وروسته بې له ځنډه په اعتراضي توګه خپل دکانونه بند کړل او کاربندیز یې پیل کړ.
شینهوا خبري آژانس خبر ورکړی چې د هندي پوځیانو او کشمیري مبارزانو ترمینځ وسله واله نښته نن ماسپښین د کشمیر د پلوامه ښار په ګولاباګ سیمه کښې رامینځته شوه. د هندوستان د سیمه ایزو پولیسو ویاند ویلي چې نښته لاهم روانه ده خو د احتمالي تلفاتو په اړه یې خبر نه درلود.
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو د نښتې له پيلیدو وروسته بې له ځنډه په اعتراضي توګه خپل دکانونه بند کړل او کاربندیز یې پیل کړ.
په پلوامه کښې کاربندیز او مظاهرې لږ وخت پس د سیمه ایزو پولیسو په حملې سره د کشمیري معترضانو او هندي ځواکونو ترمینځ په نښتې بدلې شوې.
ټیګونه