دیمن پوځ د عربستان په ګوډاګیانو ډزې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53864-دیمن_پوځ_د_عربستان_په_ګوډاګیانو_ډزې_وکړې
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو او دهغوې په تجهیزاتو د توپونو ډزې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2017 01:14 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن پرضد جنګ او حملو ته دوام ورکړی  .
    سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن پرضد جنګ او حملو ته دوام ورکړی .

زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو او دهغوې په تجهیزاتو د توپونو ډزې وکړې .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز پرون دحجه ولایت د میدی دښتې په شمال کښې ال سعود رژیم ته اړونده دیمن دګوډاګیانو د راغونډیدا په ځاې دیوه(۱) توغندی حمله هم وکړه .

دیمن د جوف ولایت په المتون ښارګی کښې په جبل الاحمر سیمه کښې د یوه(۱)لاسی بم دچاودیدا له کبله ال سعود ته اړونده دیمن یو شمیر ګوډاګیان مړه او  یا  ژوبل شول .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد جنګ او حملو ته دوام ورکړی  او  کابو څلویښت زره (۴۰۰۰۰)خلک یې وژلی او دهیواد بیخ بنایانې یې بیخی تباه کړی دی .

دسعودی عربستان حملو دیمن بې وزله هیواد دخواړو  او ددرملو له سخت کمښت سره مخ کړی او دغه چاره د ډیرو ناروغیو د خپریدا او د زرګونو ماشونو، ښځو او دبوډاګانو د وژل کیدا سبب شوی ده .