ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۵-۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل:ډاکټر حسن روحانی نن د کابینې په غونډه کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه او وې ویل: په دې اړه د امریکې د ولسمشر ادعا چې برجام د امریکې د تاریخ یوه ډېره بده موافقه ده صحیح نه ده ځکه چې هغه څه چې په برجام کښې اهمیت لری د ټولو خواو د تفاهم او ګټې موضوع ده او هیڅکه د ګټې او تاوان خبره مطرح نه ده.
روحانی دا خبره څرګنده کړه چې که امریکه وغواړی د برجام په خلاف اقدام وکړی نو ټوله نړۍ به د امریکې په خلاف اودریږی، ځکه چې د نړۍ هېوادونه د هغه چا په خلاف دی چې وغواړی برجام کمزورے کړی.
روحانی همدارنګ وویل: د ایران حکومت په عمل کښې د اقتصادو ژغورنه، له نړۍ سره رغانده تعلقات او د اخلاقو احیا په اړه د خپل شعار د پوره کولو په لاره کښې ښه او مهم ګامونه پورته کړی دی.
------
ورځپاڼې ولیکل: د عراق د فوځ لوے درسیتیز وویل: د عراق امنیتی ځواکونه په نېنوا صوبه کښې د تلعفر د ازادۍ د عملیاتو د شروع کولو لپاره د تیارۍ په حال کښې راغلی دی او د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د عمومی قوماندان د حکم په انتظار کښې دی.
د عراق د فوځ لوے درستیز عثمان الغانمی له روسیا الیوم چېنل سره په مرکه د تلعفر د عملیاتو د شروع کولو لپاره د ټولو پلانونو د بشپړه کېدو خبر ورکړ او وې ویل:عراقی ځواکونه د تلعفر ښار د نیولو له عملیاتو وروسته به کوشش کوی له سوریې سره د عراق د پولو کنټرول په خپلو لاسو کښې واخلی.
---------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامی شورا د جرګې استازیو پرون په سیمه کښې د امریکې له ماجرا لټونکو او ترهه ګرو اقداماتو سره د مقابلې د طرحې له کلیاتو سره موافقه وکړه.
د ایران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمېشن ویاند حسین نقوی حسینی د امریکائی ضده طرحې په باره کښې د دغه کمېشن د رپوټ په وړاندې کولو سره وویل: په سیمه کښې د امریکې له ماجرا لټونکو او ترهه ګرو اقداماتو سره د مقابلې په طرح کښې د برجام چوکات ساتلے شوے دے او د دغې طرحې وړاندیزونه له برجام سره اختلاف نه لری.
----------
د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ولیکل: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د وېنزوېلا په خلاف د ټرمپ فوځی ګواښ ته ځواب ووایه.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل: د خپلواکو هېوادونو په خلاف د فوځی ګواښ او دباو له حربې څخه د استفادې دوران ختم شوے دے.
--------
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل: د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم الارجی خبر ورکړ چې سعودی ته د وروستی سفر په دوران کښې د دغه هېواد باچا ملک سلمان ما ته په خپله وویل چې د ریاض او تهران ترمېنځ دې مېنځګړیتوب وکړئ.
----------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل:
په دغه ملک کښې نن د اګست په څوالسمه نېټه د آزادۍ جشن نمانځل کیږی.
------
ورځپاڼې د چین د وزیراعظم د مرستیال وانګ یانګ له قوله ولیکل: د چین او پاکستان دوستی له فولادو هم مضبوطه ده.
-------
ورځپاڼې ولیکل په افریقائی ملک بورکینا فاسو کښې په یوه کېفۍ کښې د دهشتګردانه ډزو له کبله اولس تنه مړه او اته نور ژوبل شول.
------
جنګ ورځپاڼې د نړیوالې ادارې په نقل سره ولیکل د سوریې تقریباً شپږ لکه خلق له مهاجرته وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.
-------
د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې ولیکل: د ملی امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو رئیس او ویاند قادر شاه له ویسا سره په خبرو کې وویل چې د افغان جګړې د خصوصی کولو په اړه د بلک واټر طرحه یو شخصی بحث دی او د دولتونو نظر نه څرګندوی.
نوموړی زیاته کړه چې دغه طرحه د یادې امریکایۍ شخصی امنیتی کمپنۍ د پخوانی رئیس اریک پرنس له لوری وړاندې شوې ده. د قادر شاه په وینا، یاده طرحه په رسمی ډول له افغان حکومت سره نه ده شریکه شوې.
د ملی امنیت شورا دغه چارواکى وایی، افغان حکومت له امریکا سره ستراتېژیک امنیتی تړون لری او له دغه هېواد سره یې اړیکې هم د یاد تړون د مفرداتو پر اساس دی.
------
کابل چاپ نورو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د جګړو او په تړاو یې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو امنیتی چارواکو د څرګندونو په اړه مطالب چاپ کړی دی.
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلی، د افغانستان د شمال امنیت ته د نه پاملرنې له امله د دولت وسلهوال مخالفین په ډېر جرأت سره جنګ پر مخ وړی.
په لیکنه کې راغلی داعشیانو او طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې په کندز، بغلان، سرپل او فاریاب کې خونړۍ جګړې روانې کړی چې په ترڅ کې یې پرون د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ.
د سرمقاله لیکونکی په وینا دغه ولسوالۍ له ستراتېژیک اړخه ځانګړی اهمیت لری، ځکه مخالفین یې په نیولو سره فاریاب او بادغیس دواړه تر ګواښ لاندې راوستلی شی او بیا ترې جوزجان او ان بلخ ته هم لاره کولی شی.
------
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په افغانستان کې د جګړې په اړه په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن خبرې راخېستی چې ویلی یې دی، امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولواوږده جګړه کې ښکېله ده.
-------
سرخط خپلواکې ورځپاڼې لیکلی: د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامی پرون په کندهار کې ویلی چې له دې شمېر ولایتونو څخه په نهو هغو کې یې جګړه له زغم وتلې ده. ورځپاڼه په مطلب کښې لیکی نه زموږ سرتېری کمزوری شوی او نه طالبان پیاوړی شوی، بلکې اصلی خبره دا ده چې د فساد پرځای په دولت کې چور ګډ دی او داسې کسانو ته یې واک سپارل شوی چې وړتیا یې نهلری.
------
سټارس اېنډ سټرایپس خپرونه په افغانستان کې د داعش د جګ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه لیکی:
د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې تائید کړه چې په کونړ کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په برید کې د وژل شوېو په ډله کې یو هم عبدالرحمن دی چې په وینا یې په دې ولایت کې د دې سخت دریځې ډلې امیر و.
په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلی چې د عبدالرحمن وژل د داعش پر خراسان څانګې یو بل ګذار دی او زیاته کړې یې ده چې هغه لکه د مخکینیو نورو په څېر وموندل شو او دا ښیی چې افغانستان د دوی لپاره امن ځای نه دی.
پوځ په دغه برید کې د دې ډلې د درې نورو جګ پوړو مشرانو د وژلو خبره هم کړې ده.
د خپرونې په وینا امریکایی چارواکو دا هم ویلی چې عبدالرحمن یو مخکښ کاندید و چې د ابو سعید له وژلو وروسته په افغانستان کې د داعش د ډلې څلورم مشر وټاکل شی.
----------
افغان ولسمشر محاصره دی، د تاوتریخوالی په څېر بې کاری هم دوام لری، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب د افغانستان او پاکستان لپاره د دې ورځپاڼې د دفتر د مسؤلې پامیله کانستیبل په قلم خپور کړی دی.
لیکواله د مطلب په پیل کې په افغانستان کې د خلکو مخ په زیاتېدونکې نارضایتی، قهر، ناهیلۍ او د سیاسی فرصت طلبی یادونه کوی او لیکی:
دغه وضعیت ته په پام سره په وروستیو دوو میاشتو کې عجیب نوی سیاسی ائتلافونه او ډلې راټوکیدلی چې د اصلاحاتو په ګډون ښې اجنډاوې لری خو د مشرانو ترکیب یې داسې دی چې سړۍ پرې باور نه شی کولای.
د دغو ډلو ځینی مشران یې د قومی ملېشو پخوانی قوماندانان، پخوانی غیر مؤثر چارواکی او ځوان لوستی کسان دی.
ان دا چې له دغه بهیر سره د پخوانی کمونیستی رژیم یو جنرال هم د وطن په نوم نوی غورځنګ سره یوځای شوی دی.
که څه هم د اپوزسیون دغو نوېو ډلو له شخصی غوښتنو نیولې بېلابېلې غوښتنې او شکایتونه راپورته کړی خو په ټوله کې بیا حکومت ته یو ورته پیغام ورکوی او هغه دا چې د ولسمشر اشرف غنی حکومت د عامو خلکو په خوندی کولو او خلکو ته د کاری فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلی.
ولسمشر له خپلو صلاحیتونو له حده زیات کار اخېستی او مختلفو نظریو ته یې پام نه دی کړی.
د واشنګټن پوسټ په وینا هغه باید سمدستی اقدام وکړی، اغېزمن اصلاحات رامنځته او خپل نازک او بې ثباته حکومت ته مشروعیت ورکړی.
------