اسلامی ایران په آسیا،مینځنی ختیځ اوکوریاکې امنیت او سوله غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55449-اسلامی_ایران_په_آسیا_مینځنی_ختیځ_اوکوریاکې_امنیت_او_سوله_غواړی
داسلامی ایران ولسمشر په نننۍ نړۍ کې نسل وژنې ته مخه کول د نه منلو وړ اقدام وباله او روښانه ئې کړه ، د میانمار د ولس او دنړۍ دنورومسلمانانو ترمینځ( هیڅ فرق نشته او ایران دیوه مسلمان اوانقلابی هیواد په توګه دنړۍ دمظلومانوپه وړاندې حتی که مسلمان هم نه وی خپله دنده احساس کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په آسیا،مینځنی ختیځ اوکوریاکې امنیت او سوله غواړی

داسلامی ایران ولسمشر په نننۍ نړۍ کې نسل وژنې ته مخه کول د نه منلو وړ اقدام وباله او روښانه ئې کړه ، د میانمار د ولس او دنړۍ دنورومسلمانانو ترمینځ( هیڅ فرق نشته او ایران دیوه مسلمان اوانقلابی هیواد په توګه دنړۍ دمظلومانوپه وړاندې حتی که مسلمان هم نه وی خپله دنده احساس کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  نن دحکومت دکابینې  په غونډې کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې   دنننۍ  نړۍ په مناسباتو کې باید  دګواښ عنصر حذف شی ،  ووئیل  دهغو هیوادونو ګواښ چې   ایټمی  وسلې لری ، ددرستې نړۍ لپاره یوه خطرناکه لوبه ده او  مشکلات باید  دخبرواترو له لارې حل شی.

   ډاکټر روحانی   په میانمار کې د مسلمانانو وژلې ته په اشارې سره  ووئیل ،  دمیانمار حکومت دې  دمسلمانانو  په ضد دوحشی ډوله جنایتونو مخه ونیسی  او   ګاونډی هیوادونه اوملګری ملتونه دې  هم  په دې زمینې کې خپلې دندې  ترسره کړی .

 داسلامی ایران ولسمشر  په نننۍ  نړۍ کې    نسل وژنې ته مخه کول   د نه منلو وړ  اقدام وباله  او روښانه ئې کړه ،  د میانمار د  ولس او دنړۍ دنورومسلمانانو ترمینځ( هیڅ  فرق نشته  او ایران  دیوه مسلمان اوانقلابی  هیواد په توګه  دنړۍ دمظلومانوپه وړاندې   حتی که مسلمان هم نه وی  خپله دنده  احساس کوی .

 هغه همداراز  په اسلامی نړۍ کې  موجودو مشکلاتو  او دخبرواترو له لارې دهغو حل ته په اشارې سره  ووئیل ، نن سبا یمن   دخپلو مشکلاتو دحل لپاره  وحدت او یووالی ته اړتیا لری  او دیمن دقومونو اوډلو  ترمینځ    جدائی اوبیلتون ا و د دغه هیواد بمبارول سمه خبره  نه ده .

  هغه زیاته کړې ، په عراق ،سورئې ،لبنان او فلسطین کې  کله شیعه اوسنی مسلمانان دیوه بل ترڅنګ  وی ،نو  پر دښمنانو  به په چورلټ ډول بریالی  وی . داسلامی ایران ولسمشر  همداراز  په سیمې اواسلامی نړۍ کې  دثبات اوامنیت دټینګیداپه ضرورت په ټینګار سره  ووئیل ،  دایران  جنوبی ګاونډی هیوادونه  باید    دتل لپاره  له لویدیځه وسلې    وانخلی  او  په سیمې کې دې  دوسلو سیالۍ  نه پیلوی ، حال دا چې   دغه وسلې  هیڅکله هم  د اصلی دښمن یعنی صونیسټ رژیم  سره مبارزې لپاره نه دی .