د غدیر نیکمرغه ستر اختر مو مبارک شه
رسول ا... مبارک له خپل وروستي حج څخه د ستنیدو په وخت هغه ټول مسلمانان چې په حج کښې یې ګډون کړی و، په غدیرِ خُم سیمه کښې راغونډ کړل او هلته یې امام علي علیه السلام د خدای لخوا د خپل وصي، ورور او ځاې ناستي په توګه معرفي کړ.
غدیر خم د مکې او مدینې ترمینځ د هغې سیمې نوم دی چې پکښې د اسلام قدرمن پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له حجة الوداع وروسته حضرت امام علي علیه السلام له ځان وروسته د مسلمانانو مولا او ولي اعلان کړ.
رسول ا... مبارک له خپل وروستي حج څخه د ستنیدو په وخت هغه ټول مسلمانان چې په حج کښې یې ګډون کړی و، په غدیرِ خُم سیمه کښې راغونډ کړل او هلته یې امام علي علیه السلام د خدای لخوا د خپل وصي، ورور او ځاې ناستي په توګه معرفي کړ.
پيغمبر اکرم(ص) د غدیر خم په مهمه خطبه کښې وفرمایل: د چا چې زه مولا یم، علي یې مولا دی.
د غدیر نیکمرغه اختر چی په اسلامی روایتونو کې عید الا اکبر نومول شوی دې ، د الهی دینونو ستر اختر نومولې شو ځکه چی په دغه ورځ د درستو الهی استونکیو د زحمتونو حاصل نتیجې ته رسیدلې دې .
د ایران د اسلامي جمهوریت مومن خلک د غدیر خم د نیکمرغه اختر په شپه او ورځ په مذهبي ځایونو او جوماتونو کښې په غونډیدو سربیره یولړ جشنونه ترسره کوي او د سیدانو لیدو ته ورځی .
مونږ هم د تهران راډیو په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او د پیغمبراکرم(ص) او د هغوي د پاکې کورنۍ مینه والواو د نړۍ ازادی غواړو ته غدیر د ستر اختر مبارکي وایو.