قرآن کریم ددینونو ترمینځ خبرواترو ته بلنه ورکونکی دی
پانګوال نظام دخپلو سپیرو موخو په چوکاټ کې دین ته دګوزار د ورکولولپاره د دینونو له پیروکارو استفاده کوی چې ددینونو پیروکار اوپلویان باید په هوښیارۍ اوځیرتیا سره د دغو دسییسو مخه ونیسیی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ داسلامی مذهبونو د نزدیوالی دنړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا... محسن اراکی پرون ناوخته په بیروت کې ددینو ترمینځ دخبرواترو دفرهنګ په نامې سره په سیمینار کې زیاته کړې ، قرآن کریم د دینو د پیروانو په کړچار د پوښتنې په نفی کولو سره مسلمانان دخبرواترو ادب ته بولی .
آیت ا... اراکی روښآنه کړې ، رغنده خبرې اترې یوازې په داسې شرائطو کې ترسره کیږی چې دټولو لورو دموافقې په اساس وشی ،،د ټولو دینونو اوګروهنو په نزد یوازینی منونکی بنسټ اواساس ، دمنطق په اساس عقل اوبرهان دی .
هغه همداراز د دینونو ترمینځ د هرډول اختلاف اوجنګ په نفی کولو سره دینونه د بشریّت ملاتړی وبلل او زیاته ئې کړه ، پانګوال نظام دخپلو سپیرو موخو په چوکاټ کې دین ته دګوزار د ورکولولپاره د دینونو له پیروکارو استفاده کوی چې ددینونو پیروکار اوپلویان باید په هوښیارۍ اوځیرتیا سره د دغو دسییسو مخه ونیسیی .
ددینونو ترمینځ دخبرواترو د فرهنګ سیمنار پرون دلبنان به بیروت کې ددینی اومذهبی نظرخاوندانواو شخصیتونو په شتون سره پیل شوی او نن تروروستیو پورې پای ته رسیږی