د امریکې جنګ جوړونو په مینځني ختیځ کښې داعش ډله وپنځوله
د فرانسې پخواني دفاع وزیر وویل: د داعش رامینځته کیدل په مینځني ختیځ کښې د امریکې د پوځي مداخلې یوه نتیجه ده.
د فرانسې د دفاع پخواني وزیر ژان پیر شونمان زیاته کړه: په ۲۰۰۳ کال کښې په عراق باندې د امریکې پوځي حمله په یوې سترې غمیزې او د عراق په نابودۍ تمامه شوه او د بنسټپالنې، تندلاریتوب، ترهګرۍ او د داعش ډلې د رامینځته کیدو لاره یې هواره کړه.
د فرانسې پخواني دفاع وزیر څرګنده کړه چې د دغه هیواد پخوانیو ولسمشرانو نیکولا سارکوزي او فرانسوا اولانډ له دغو جنګونو درس او عبرت وانه خیسته ځکه چې سارکوزي د لیبیا په جنګ ورګډ شو او اولانډ هم د سوریې د کړکیچ په لړ کښې ځينې تیروتنې وکړې.
شونمان ټینګار وکړ چې د فرانسې په ولسمشرۍ د امانوئل ماکرون له غوره کیدو وروسته دې هیواد بدله لاره تعقیب کړه او د سوریې په وړاندې د دې هیواد سیاستونه بدل شول څو د سیمې لپاره سوله په ډالۍ راوړله شي.