دکربلاټوله لارې کوڅې له میلیونونوحسینی مینه والوډکې دی
وروستی راپورونه ښئ چې د پاکستان او افغانستان پشمول دنړۍ له یو نوی هیوادونو حسینی مینه والو ځانونه عراق او کربلا ته رسولی دی او وئیل کیږی چې دم ګړۍ کربلا ته څه دپاسه لس میلیون حسینی مینه وال رسیدلی دی او له دې ډیر زیات نور عاشقان په لارو کوڅو کې روان دی . اټکل کیږی چې سږکال د اربعین په دغه کاروان عشق کې د ګډون کونکو مینه والو شمیر دیرش میلیونو ته ورسیږی .
زمونږ خبریال راپورراکړ دحسینی اربعین په شپه له درست عراقه بلکې له درستۍ نړۍ د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ځانونه عراق ته رسولی دی او د کربلا په لار روان دی ا و دعراق په لارو کوڅو کې لبیک یاحسین ، لبیک یازینب په څیر شعارونه پورته کیږی او درسته فضا له حسینی مینې ډکه شوې ده .
راپورښئ له پرون راهسې له نجف اشرف څخه دکربلا په لور لاریون هم پیل شوی او په میلیونونو خلک کربلا ته په رسیدو دی ، په میلیونونو نور رسیدلی دی او دغه راز په میلیونونو نور مینه وال په لارو کې روان دی او دنجف کربلا دلارې په لور په ولولې سره حرکت کوی . ځینی راپورونه ښئ دخلکو ځوَږ او ولوله دومره ده چې په ډیرو سیمو کې د رش له امله لارې بندیږی او او خلک تر ډیره وخته پورې دریږی او په ډیر کراره دغه حسنی میلیونی لاریون په کربلا کې د حسینی حماسې دپنځونکی حضرت امام حسین او ابوالفضل اللعباس علیهم السلام دحرمیّنو په لور په ولولې او مینې سره روان دی .