دسوریې پوځ تل شهاب سیمه ازاده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60629-دسوریې_پوځ_تل_شهاب_سیمه_ازاده_کړه
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې پوځ د دمشق په جنوب لویدیځ کښې په ریف کښې تل شهاب(Tell Shihab) ستراتیژیکه سیمه د النصره ترهګرې ډلې د ګڼ شمیر غړیو په وژل کیدا وروسته ازاده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 12:38 Asia/Kabul
  • په دغوعملیاتو کښې دالنصره ترهګرې ډلې یو(۱) مشر ابوحذیفه هم هلاک شوی دی .
    په دغوعملیاتو کښې دالنصره ترهګرې ډلې یو(۱) مشر ابوحذیفه هم هلاک شوی دی .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دسوریې پوځ د دمشق په جنوب لویدیځ کښې په ریف کښې تل شهاب(Tell Shihab) ستراتیژیکه سیمه د النصره ترهګرې ډلې د ګڼ شمیر غړیو په وژل کیدا وروسته ازاده کړه .

په دغوعملیاتو کښې دالنصره ترهګرې ډلې یو(۱) مشر ابوحذیفه هم هلاک شوی دی .

دسوریې پوځ د تل شهاب سیمې په ازادولوسره د النصره جبهې د  مرستو د رسولولاره چې دنیواکی جولان سیمې په ګاونډ کښې د قنیطره لویدیځ ته تللی ده وتړله .

په عین حال کښې د سوریې پوځ او دمقاومت په چورلیز کښې دهغوې ملاتړی ځواکونه د دیرالزور  دجنوب په خوا کښې پرمختګ ته دوام ورکوی او د دیرالزور دجنوب په خوا کښې په النسوریه غره له کنټرول او د اوو کلیو له ازادولووروسته په ابوکمال کښې له حکومتی عسکرو سره په  پینځلس(۱۵) کلومیټره کښې دی .