په قاهره کښې د امریکې په خلاف مظاهرې
Dec 08, 2017 02:57 Asia/Kabul
د مصر په پائتخت قاهره کښې په سلګونو خلقو د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د نیواکی قدس د اعلانولو لپاره د امریکې د اقدام په خلاف احتجاجی مظاهرې وکړې.
د سکائی نیوز خبری اژانس د رپوټ له مخې مظاهره کونکو بېګا د امریکې او صهیونېسټ رژیم په خلاف د نعرو په وهلو سره د دغه رژیم بېرغ او د بېنیامین نېتناهو تصویرونه وسوزول.
مظاهرچیانو همدارنګ له امریکې سره عربو هېوادونو د تعلقاتو د ختمولو او په تل ابیب کښې د خپلو سفارتونو او په دغو هېوادونو کښې د صهیونېسټ رژیم د سفارتخانو د بندولو غوښتنه وکړه.
ټیګونه