خپلواکه فلسطین د دغه هیواد د خلکو جوت حق دی
د بنګله دیش حکومت پرون هم په یوه رسمي بیانیه کښې د فلسطین د خلکو په حقوقو باندې په سترګو پټولو کښې د ټرمپ د بې شرمانه فیصلې په ردولو سره د قدس شریف په پلازمینه توب د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدو ټينګار وکړ.
د بنګله دیش وزیراعظمې د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت د بیت المقدس د پیژندلو په هکله د امریکې د ولسمشر د پریکړې په غندلو سره وویل: فلسطین د دغه هیواد د خلکو جوت حق دی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې شیخ حسینه واجد د ډونلډ ټرمپ د دغې پریکړې په مردود بللو سره زیاته کړه: اوس د اسلامي نړۍ دنده ده چې یوموټې شي او د فلسطین هیواد په رسمیت وپيژني.
هغې زیاته کړه: د امریکې د حکومت دا اقدام په مینځني ختیځ کښې د بې ثباتۍ لامل کیږي.