دامریکا د ولسمشر پلان د سیمې دهیوادونو پرضد دسیسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60787-دامریکا_د_ولسمشر_پلان_د_سیمې_دهیوادونو_پرضد_دسیسه_ده
زمونږ خبریال وایی د عراق دبهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفری وویل له تل ابیت څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت انتقالول دسیمې دټولو هیوادونو او په تیره بیا دبیت المقدس د واکمنۍ پرضد دسیسه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • عراق د فلسطین او دبیت المقدس د ملاتړ په ترڅ کښې دهغو ټولو اقداماتو چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفیصلې پرضد کیږي هرکلی کوي .
    عراق د فلسطین او دبیت المقدس د ملاتړ په ترڅ کښې دهغو ټولو اقداماتو چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفیصلې پرضد کیږي هرکلی کوي .

زمونږ خبریال وایی د عراق دبهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفری وویل له تل ابیت څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت انتقالول دسیمې دټولو هیوادونو او په تیره بیا دبیت المقدس د واکمنۍ پرضد دسیسه ده .

هغه ټینګار وکړ قدس نه یوازې د فلسطین بلکې د ټولو عربی او اسلامی هیوادونو او دنړۍ دازادی غواړو مسله ده او عراق د فلسطین او دبیت المقدس د ملاتړ په ترڅ کښې دهغو ټولو اقداماتو چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفیصلې پرضد کیږی هرکلی کوی .

دعراق دبهرنیو چارو وزیر  ابراهیم جعفری د عراق د ملی ، دینی او سیاسی انسجام د له مینځه وړلو او د هیواد د ویشلولپاره نړیوالو او سیمه ایزو پلانونو ته په اشارې سره وویل دبغداد حکومت په دسیسو د غلبې دیوازنۍ لارې په توګه د ملی وحدت او پیوستون د ساتلو لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکوی .

هغه په عراق کښې له تکفیری ترهګرو سره د جنګ له کبله د ورانو شویو سیمو او کورونو د بیارغاونې په اړه وویل هیواد باید د خپلو خلکو په وسیله بیا ورغول شی خو اوسنیو شرایطو او لوړ پوځی لګښت ته په پام سره دعراق دبیارغاونې مسله د نړۍ له ډیرو  هیوادونو سره مطرح شوی ده .