چین په پاکستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60789-چین_په_پاکستان_کښې_خپلو_ښاریزو_ته_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال وایی د چین حکومت د پیکینګ د هدفونو پرضد د ترهګرو حملو د ترسره کیدا د احتمال په اړه په پاکستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 02:03 Asia/Kabul
  • امریکا او هندوستان د چین  او دپاکستان داقتصادي کوریډور ستر مخالفان دي او کوشش کوي چې دغه پروژه ناکامه کړي .
    امریکا او هندوستان د چین او دپاکستان داقتصادي کوریډور ستر مخالفان دي او کوشش کوي چې دغه پروژه ناکامه کړي .

زمونږ خبریال وایی د چین حکومت د پیکینګ د هدفونو پرضد د ترهګرو حملو د ترسره کیدا د احتمال په اړه په پاکستان کښې خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړ .

په پاکستان کښې دچین سفارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل تروریسټان اراده لری په نږدې راتلونکی کښې په  پاکستان کښې د چین دښاریزو او د موسسو پرضد یوشمیر حملې وکړی .

په دغه بیانیې کښې د چین له ښاریزو څخه غوښتل شوی دی چې د پاکستان له پولیسو او پوځ سره ملګرتیا وکړی او د هرډول پیښې د رامینځته کیدا په بڼه کښې په پاکستان کښې دچین له سفارت سره تماس ونیسی .

دپاکستان په بیخ بنایی پروژو کښې د اوه پنځوس (۵۷)میلیارډه ډالره د لګولو په اړه د چین له ژمنې وروسته په پاکستان کښې دچین کابوشل زره (۲۰۰۰۰) انجیران ، کارکونکی او نور کسان کارونه کوی .

امریکا او هندوستان د چین  او دپاکستان داقتصادی کوریډور ستر مخالفان دی او کوشش کوی چې دغه پروژه ناکامه کړی .