دانګلستان خلکو د امریکا دولسمشر فیصله وغندله
Dec 09, 2017 02:38 Asia/Kabul
-
مظاهره چیانو دغه راز دفلسطین د بیرغ په پورته کولو سره د نیواکي فلسطین د ازادۍ او مړه دې اسرائیل شعارونه ورکړل .
زمونږخبریال وایی د بریتانیا دپلازمینې لندن په زرګونو ښاریزو د قدس پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستۍ فیصلې اعتراض کښې بیګا په لندن کښې دامریکا دسفارت مخ ته سترې مظاهرې وکړې .
په دغو مظاهرو کښې چې دفلسطین د خلکو په څنګ کښې ددریدا دکمپاین ، د بریتانیا دمسلمانانو د ټولنې ، د الاقصی د دوستانو د ډلې او د جنګ ضد د ائتلاف په شمول د فلسطین د پلوی ډلو لخوا پلان شوی وی ګډون کونکو په لاسونو کښې داسې پلې کارډونه او بینرونه لیږدول چې ورباندې لیکل شوی وو له امریکا سره باید اړیکو ته نه ووایو او فلسطین ازاد کړئ .
مظاهره چیانو دغه راز دفلسطین د بیرغ په پورته کولو سره د نیواکی فلسطین د ازادۍ او مړه دې اسرائیل شعارونه ورکړل .
ټیګونه