جامعه ایټمی موافقه دامریکا لپاره مناسبه موافقه نه ده
دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئیلی دی ، که له جامعې ایټمی موافقې کوم لوری ووځی نو ایران به د دغې موافقې یوې ژمنې ته هم پابنده نه وی او خپل ایټمی فعالیتونه به له هماغه سره پیل کړی او په دې باب بیا چا سره خبرې اترې هم نه کوی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ دامریکا جنجالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا دحامعې ایټمی موافقې په ضد دخپلو مخکینیو دریځونو په تکرارولو سره دغه موافقه د خپل هیواد لپاره نامناسبه وبلله .
دامریکا ولسمشر نن سهار وختی په فلوریډا ایالت کې په یو لړ څرګندونو کې یو ځل بیا دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ ایټمی موافقه یوه بشپړ غمیزه وبلله او د دغې موافقې دنه تائیدولو لپاره ئې دخپلې فیصلې دفاع وکړه .
دامریکا ولسمشر له جامعې ایټمی موافقې وروسته دایران په وړاندې د خپل هیواد دمخکینی حکومت کړچار ناسم وباله. او همداراز ئې له نورو هیوادونو سره دامریکا په څواړخیزو موافقو هم نیوکې وکړې او وې وئیل ، له هیوادونو سره دنیغ په نیغه موافقو غوښتونکی دی .
ټرمپ همداراز دکډوالو په باب د ملګروملتو له پروګرامه د وتلو لپاره دخپل حکومت د وروستی پروګرام هم دفاع وکړه .
ډونالډ ټرمپ په اکتوبر میاشت کې ګواښ کړی ؤ چې ممکنه ده امریکا له جامعې ایټمی موافقې ووځی چې د هغه دغه فیصله له نړیوال سخت او جدی غبرګونو نو سره مخامخ شوې او ان تر دې چې دامریکا متحد هیوادونه هم په دې باب له امریکا په لیریکیدو دی .
داپه داسې حال کې دی چې دایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئیلی دی ، که له جامعې ایټمی موافقې کوم لوری ووځی نو ایران به د دغې موافقې یوې ژمنې ته هم پابنده نه وی او خپل ایټمی فعالیتونه به له هماغه سره پیل کړی او په دې باب بیا چا سره خبرې اترې هم نه کوی .