تشدد په کشمیر کښې د صلحې خنډ دے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61357-تشدد_په_کشمیر_کښې_د_صلحې_خنډ_دے
د جمو او کشمیر اعلی وزیرې وویل: تشدد د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې صلح ټینګېدو ته نه پرېږدی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • تشدد په کشمیر کښې د صلحې خنډ دے

د جمو او کشمیر اعلی وزیرې وویل: تشدد د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې صلح ټینګېدو ته نه پرېږدی.

مېرمن محبوبه مفتی تاکید وکړ: هند بې له جمو او کشمیره نیمګړے هېواد دے نو ځکه د هند امنیتی ځواکونه پکار نه دی په کشمیر سیمه کښې له زور او تشدده کار واخلی.

هغې وویل: امنیتی ځواکونو ته پکار دی د هند له پولو څخه ساتنه وکړی او له خلقو سره ښکېل نه شی.

د مېرمن محبوبه مفتی څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د هند امنیتی ځواکونه معمولاً د خپلو حقوقو د حاصلولو لپاره د کشمیر د احتجاج کونکو خلقو د ځپلو لپاره له وسلو او ډزو څخه استفاده کوی.

د جمو او کشمیر پخوانی اعلی وزیر فاروق عبدا... هم په دې وروستیو کښې ویلی وو چې د کشمیر مسئله سیاسی ده او پکار دی د خبرو اترو له لارې هواره شی.

هغه وویل چې د هند او پاکستان واکمنان پکار دی د کشمیر د خلقو د غوښتنو احترام وکړی.

هند کلونه وشول د زرګونو فوځیانو ځاے پرځاے کولو سره د کشمیر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی او په دریو لسیزو کښې یې اته شپېته زره خلق قتل عام کړی دی.