د هند امنیتي ځواکونو یوه بې ګناه ښځه ووژله
امنیتی سرچینو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو په ځپونکو سیاستونو د یوې اعتراض کوونکې ښځې د وژل کیدو خبر ورکړ.
د اسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د کشمیر پولیسو وویل: دغه ښځه په شوپیان سیمه کې د هند دامنیتي ځواکونو په حمله کې ووژل شوه. په دغه برید کې لس کسان ژوبل هم شول.
له دې بریده وروسته د شوپیان سیمې په سلګونو اوسیدونکي د هغې په وژله په اعتراض کې ،راوتل او په بې دفاع خلکو د هند امنیتي ځواکونو حملې یې وغندلې هغوي ددولت په خلاف او له کشمیره د هندي ځواکونو د ویستلو شعارونه ورکول.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې حالات د دوه زره شپاړسم کال له جولایی په دغه سیمه کې د حزب المجاهدین د یو کوماندان برهان مظفر واني له وژل کیدو روسته کړکیچن شول او په دې موده کې په سلګونو کسان د هندي ځواکونو په حملو کې وژل شوې او په زرګونو ژوبل شوې یا نیول شوې دي.